IQNA

حسینی زاده ټينګار کوي!

؛دوه کسیز تلاؤت؛ د قرآن په سیالیو کې بدلون رامینځةکونکی ایجاد

10:26 - October 09, 2025
د خبر لمبر: 3491834
ایکنا – د ایران داسلامی  جمهوریت د قرآني سیالیو دغږملونکې لوړې کمیټې څارونکي  د زین الاصوات سیالۍ په ملي سوئې  کې د یوې پيښې په توګه یاد کړې او وئيلي  ئې دي ، د  دوه کسیز تلاؤت نوی څانګه  چې د لومړي ځل لپاره اجرا شوې ، د هیواد قرآن د سیالیو د پراختیا په لاره کې یو   تل اغیز شیندونکی ګام په توګه کیدلی شي.

یکنانیوز راپور راکوي،  د ؛زین الاصوات؛ ملی سیالیو د لومړنۍ مرحلې  نهائي مرحله تیره اونۍ په قم المقدس ښار کې د آل البیت(ع) قرآنی موسیسې  له خوا ترسره شوه. دغه پيښه چې  د  قرآن کریم د تلاؤت په ډګر کې  د ځوانو وړتیاؤ د پيژندنې او روزنې په موخې سره پلان شوې ، له درست هیواده د ځوانو او زلمیو قاریانو کوربه وه. په همدې انګیزې سره ایکنانیوز د ایران  د قرآني سیالیو د غږملونکې لوړې کمیټې څارونکي جاسم حسینی زاده سره  خبرې کړې چې  په هغو کې ددغې پيښې په مختلفو اړخونو ارزونې شوي دي.

حسینی زاده  په دغو خبرو کې  ددغې پيښې  د ترسره کیدا لوړ کیفیّت ته په اشارې سره ووئيل، د زین الاصوات سیالۍ  د اجرا او محتوا  د سطحې له پلوه لږترلږه  د ملی سیالیو په سوئې وې. له اولسو کلونو څخه په کم عمر لرونکو ډلې او دوهمه ډله هم له اولسو کلونو په زیات عمرلرونکو ځوانانو باندې مشتمله وه چې پخپله د پيښې اهمیّت او کیفیّت  او انداز ښئ  او حتی په دواړو برخو کې د سیالیو د منلو وړ بلکې تر ممتاز حده کیفیت  ئې هم درلود او  دا  د قرآن په ډګر کې د ټولو  عمرونو لرونکو فعالو ډلو د مسئولانو او چاروالو  د ژورې توجه ښودنه کوي.

د ایران د قرآنی سیالیو د غږملونکې کمیټې څارونکي د دوه کسیز تلاؤت د څانګې  ایجادول  ددغه پړاؤ ممتازه ځانګړنې په یادولو سره  چې  د لومړي ځل لپاره  د   ال البیت (ع) موسیسې  په وسیله  د هیواد په سویه پلان او اجرا شوې ده  ووئيل؛ دغه  بدلون د هیواد  د قرآني سیالیو په ډګر کې  یو غوره بدلون رامینځةکیدونکی نوښت دی . دغه شان نوښتونه او ایجادونې دي چې  د قرآڼی سیالیو په لاره کې بدلون رامینځةکولی او د ځوان نسل لپاره ئې جذابیّتونه زیاتیدلی شي.

حسینی زاده د ددغه شان سیالیو دترسره کیدا اوږدمهاله اغیزو  په تحلیل سره ووئيل؛بې شکه  د زین الاصوات په څير په ملی کیفیّت او سټندډرډونو سره د سیالیو شتون  په ټولو پرګنو په تیره بیا زلمیانو او ځوانانو کې  د قرآنی  پوهې او مهارت سویه به لوړه کړي . دغه سیالۍ د قرآني ځلانده وړتیاؤ د پيژندګلوئ او د هغود ودې او لوړتیا د لارې د هوارولو لپاره مناسبه زمینه ده.

https://iqna.ir/fa/news/4309115

captcha