يکنانیوز د بغداد اليوم څخه راپور راکوی، د نجف اشرف امام جمعې، حجة الاسلام والمسلمين سيد صدرالدين قبنچي، د جمعې د لمانځه په خطبه کې چې د ميزان په ۱۸ یی په نجف اشرف فاطميه اعظم حسينيه کې وړاندې کړې، په غزې کې د اوربند تړون ته اشاره کولو سره وويل: اوس مونږ د غزی خلکو پر ضد د جګړې درېيم کال ته داخل شوي يو؛ داسی جګړه چې له ۶۰ زرو د زیاتو شهيدانو لامل شوې چې ډېر يې ماشومان او ښځې وې او ځينې يې لا هم د ګنډوالو لاندې دي.
هغه دوام ورکړ: صهيونسـي رژیم له نړيوال ملاتړ سره سره له موجودو تر ټولو پیاوړو وسلو سره جګړه وکړه، خو په پاي کې یی ماتې وخوړله او مجبوره شو چې د اوربند پلان ته پناه یوسي.
حجة الاسلام قبانچي څرګنده کړه: دغه پروژې تفصيلات لري، داسې چې اسرائيل به2 زره فلسطيني بندیان خوشی کړي، حماس به ۲۷ اسرائيلي بندیان آزاد کړي، پر دې سربېره غزه به بيا جوړه شي.
هغه روښانه کړه: داپریکړه لیک ځينې مادې لري چې هيله ده اجرا شي او په حقیقت کې، اسرائيلو د خپلو ځواکونو ویستل پیل کړي دي؛ دا مونږ ته وايي چې د مقاومت نظريه د تسلیمیدا پر نظريی برلاسه شوې ده. د دې پایله د دښمن ماتې او د مظلومو خلکو ګټه ده. دلته، په دويمې مرحلې کې، مونږ د اسرائيلو محکومۍ او د نتانياهو د جګړې مجرم ګڼلو غوښتنه کوو.
قبنچي په دوام کې د عراق داخلي چارو ته په اشاره کولو سره وويل: د عراق کې اوسنی ټاکنې يوه ګرمه موضوع ده. مونږ له ټاکنو څه اخستون لرو؟ زمونږ یقین دا دی چې ټاکنې، د الله تعالي په اراده او د هغه په څارنه کې، په بشپړه آرامۍ سره مخکې لاړې شي. دا سیالی مونږ ډاروي نه؛ دا د قوت يو عنصر دی، نه کمزوري. له دې امله، مونږ له ټولو غواړو چې د قانوني مادو ژمن پاتې شو او د خلاف ورزیو په تعقيب کې د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ کوو.
هغه زياته کړه: دلته، مونږ له کميشن څخه غواړو چې که امکان وي، د بيا تازه کولو دوسیه بيا پرانيزي چې د ډېرو کمزوريو څېړنه وکړي څو دا خلک د رای ورکولو له موقعی څخه محرومه نه شي.
https://iqna.ir/fa/news/4309991