ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي تاوتریخوالی، چې د روان کال له پیل راهیسې پیل شوی وو، په وروستیو ورځو کې پراخ شوی او د افغان طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په یو له جدي بحرانونو دیل شوی دی. پاکستان افغان طالبان د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په څېر ترهګرو ډلو ته په پناه ورکولو تورنوي، چې په پاکستان کې وژونکي بریدونه کوي، په داسې حال کې افغان طالب چارواکو دا تورونه رد کړي او پاکستان یې د افغانستان د حاکمیت په نقضولو تورن کړی دی. دې بحران نه یوازې دوه اړخیزې اړیکې ګډوډې کړي، بلکې د سیمهییز امنیت، اقتصاد او کډوالۍ لپاره پراخې پایلې لري.
د تاوتریخوالي ریښه د ډیورند کرښې ته ورګرځي، هغه سرحد چې په ۱۸۹۳ کال کې د بریتانیا له خوا ټاکل شوی او افغانستان یې په رسمیت نه پېژني. خو د روان کال له پیل راهیسې ځینې نښتې راپور شوي دي. د بحران اوج په تېرو څو ورځو کې رامنځته شو، کله چې د اکتوبر په ۹مه په کابل او د افغانستان جنوب ختیځ کې له چاودنو وروسته، افغان طالبانو پاکستان په هوايي بریدونو تورن کړ. په ځواب کې، د افغان طالبانو ځواکونو د اکتوبر په ۱۱مه د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې درې پوستې یې نیولي او ۵۸ پاکستاني سرتېري یې وژلي دي.
پاکستان په مقابل کې له ۲۰۰ څخه زیاتو طالب جنګیالیو د وژلو ادعا وکړه. دا نښتې، چې درانه توغندیز بمونه پکې کارول شوي، په کونړ او هلمند ولایتونو کې رامنځته شوې او د طورخم په څېر مهمو سرحدونو د تړل کېدو لامل هم شو. پاکستاني چارواکو سرحد وتړلو، چې دې کار د دوه اړخیزې سوداګرۍ مخه ونیوله، ځکه پاکستان د افغانستان اصلي سوداګریز شریک دی.
د دې تاوتریخوالي پایلې څو اړخیزې دي. له امنیتي اړخه، دا نښتې د ترهګرۍ د پراخېدو خطر زیاتوي. TTP له دې فرصته په پاکستان کې د نورو بریدونو او حتی سرحدي پوستو د نیولو لپاره کار اخیستی دی. راپورونه ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې په پاکستان کې له ۱۰ څخه زیاتې بمي چاودنې شوي او اقتصادي وده یې ۲.۶ سلنې ته راټیټه شوې ده. له بلې خوا، په پاکستان کې د میلیونونو افغان کډوالو شتون، که اخراج شي، په افغانستان کې به بشري بحران رامنځته کړي. د سرحدونو تړل د توکو د لیږدوونکو موټرو د درېدو لامل شوی او په دواړو خواوو کې ملکي وګړي زیانمن شوي دي.
له جیو پولیټیکي پلوه، دا بحران سیمهییزې اړیکې پیچلې کړې دي. هند له افغان طالبانو سره نږدې اړیکې جوړې کړي او د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په اکتوبر کې هند ته سفر وکړ، چې دې د پاکستان اندېښنه راوپاروله. عربستان، قطر او چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې او چین له دواړو خواوو څخه د زغم او خبرو اترو غوښتنه کړې ده. پاکستان د منځګړیتوب په لټه کې دی، خو افغان طالبان پر خپلې خاورې د دفاع ټینګار کوي.
په دې منځ کې، د ایران اسلامي جمهوریت د دواړو هېوادونو د خاورې بشپړتیا او ملي حاکمیت ته د متقابل درناوي پر اړتیا ټینګار کوي. ایران، د ګډو پولو د همسایه په توګه، باور لري چې د بهرنۍ مداخلې پرته او د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو حل، د سیمې د ثبات لپاره کلیدي ټکی دی. دا چلند کولای شي تاوتریخوالی کم کړي، ځکه د تاوتریخوالي هرډول زیاتوالی کولای شي په جنوبي آسیا کې پراخه بېثباتي رامنځته کړي، چې پکې د کډوالۍ زیاتوالی، د سوداګرۍ اختلال او ترهګریز ګواښونه شامل دي، چې د ایران پولو ته هم زیان رسوي.
په پایله کې، تر څو چې د ډیورنډ کرښې او ترهګرۍ د کنټرول په څېر موضوعات په بنسټیزه توګه حل نه شي، دا تاوتریخوالی به دوام وکړي او پایلې به یې نه یوازې دا دوه هېوادونه، بلکې ټوله سیمه اغېزمنه کړي. سمدستي خبرې اترې او نړیوال منځګړیتوب اړین دی، څو دا بحران په بشپړه جګړه بدل نه شي.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i165908