IQNA

په«سفیران شارجه» نومې پروګرام کې د هېوادونو  د قرآني فعالینو معرفي کول

6:38 - October 15, 2025
د خبر لمبر: 3491866
ایکنا  - د شارجه قرآن سپو ږمکیز چینل  د هېوادونو قرآني فعالان  چې په متحده عربی اماراتو کې په علمي ادارو کې ئې زده کړې کړې دي، د معرفي  کولو لپاره د  «سفیران شارجه» په نامې سره  په پروګرام کې خپرول پیلوي.

 ایکنا نیوز  د الخليج له قوله راپور راکوي،، د شارجې قرآن سپوږمکیز چینل  د «سفیران شارجه» په نوم د یوه نوي پروګرام د خپرولو خبر ورکړ چې دا پروګرام هغه زده کوونکي معرفي کوي چې په شارجه علمي مراکزو کې ئې زده کړې کړې او په خپلو هېوادونو کې د مذهبي علومو خپرولو او د مینځ  لاریتوب او اعتدال پر بنسټ  د اسلامي ارزښتونو په خپرولو بوخت دي .  

سفیران شارجه، نومې پروګرام له دغو  زده کوونکو څخه څو د الهام بخښونکو بریالیتوبونو کیسې روایت کوي چې  د شارجه علمي چاپېریال او د قاسمي پوهنتون، قرآن اکاډمۍ او شارجه پوهنتون په څېر له  ادارو ئې  ګټه پورته کړې ده.

دغه  زده کوونکي پخپلو هېوادونو کې په قرآني او تعلیمي  مرکزونو په جوړولو لاس پورې کړی  او د شارجه علمي او زده کړې ادارو له لارې چې د هغوی مسؤلیت دی، د علمي او کلتوري رسالت عملي کولو او د هغو په اسلامي نړۍ کې خپرولو لپاره هڅې کوي.

دا پروګرام هره ورځ د شارجه قرآن سپوږمکیز  چینل  څخه خپرېږي او د سورو ترمینځ په فاصلو کې او د ورځنيو تلاوتونو په اوږدو کې خپرېږي  څو تر ټولو زیات ګډون کوونکي د هغو له  محتوا څخه ګټه واخلي.

د شارجه قرآن سپوږمکیز چینل  او راډیو مدیر خلیفه حسن خلف، په دې اړه وویل: سفیران شارجه نومې پروګرامد شارجه د حاکم   د شیخ سلطان بن محمد القاسمي، د لارښوونو په لاره کې جوړ شوی او د شارجه قرآني ادارو هڅې څرګندوي او د  هغو زده کوونکو ملاتړ کوي چې خپلو علمي فعالیتونو په سم او مینځ لاري چوکاټ کې دوام ورکوي.

هغه زیاته کړه: دا پروګرام د شارجه کلتوري او تمدني رسالت لوړوي او د هغو په  اسلامي نړۍ کې مهم ځای او رول معرفي کوي.

 https://iqna.ir/fa/news/4310456

captcha