IQNA

ټرمپ یا د سولې ولسمشر وي او یاهم  د جګړې ولسمشر کیدلی شي

6:45 - October 15, 2025
د خبر لمبر: 3491868
ایکنا - د ایران داسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په ایکس  چینل کې پخپل یوه پیغام کې ټرمپ ته ته په خطاب کې لیکلي: څنګه تمه کولی شي چې د ایران  ولس د زیتون څانګه (سوله) له  داسې چا سره اړونده وګڼي  چې   څلور میاشتې مخکې ئې  دشپې مهال په  ایران کې د ښارونو،هستوګنو کورونو او  عمومي تاسیساتو په  په بمبارولو کې لاس درلود. ښاغلی ټرمپ یا  د سولې  او یا خک د جګړې ولسمشر کیدلی شی ؛  په یو وخت  دواړه امتیازونه نشی درلودلی.

  ایکنانیوزد خارجه وزارت د اطلاع رسونې د دفتر له قوله راپورر اکوي، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر سید عباس عراقچي،پرون  سه‌شنبې ورځې  د ټرمپ د ضد ایراني څرګندونو په ځواب کې چې په کنسټ او "شرم الشیخ" غونډې کې ئې کړي دي، په خپل ایکس اکاونټ کې ئې په دې اړه یو پیغام خپور کړ.

 هغه په دغه پیغام کې وئيلي دي ،اوس په بشپړه توګه څرګنده شوې چې د متحده ایالاتو ولسمشر د ناسمو معلوماتو تر اغېز لاندې دی چې د ایران سوله ییز ایټمي پروګرام  ئې سږکال په پسرلي کې  د وسلو د جوړولو په درشل کې باله. دا ادعا یوازې  لوي دروغ دي او باید ورته  ویل شوي وائ  چې په دې اړه هیڅ ثبوت نشته، لکه څنګه چې د متحده ایالاتو استخباراتي ټولنې هم دا تایید کړې ده.

 عراقچی په دوام کې وئيلي دي،د امریکا ولسمشر په  دې ژمنې سره چې د امریکا خلکو او نړۍ ته ئې ورکړې وه  سپينې ماڼۍ ته وارد شوی  چې د اسرائیلي رژیم لخوا د امریکا ولسمشرانو ته د دوکو ورکول بندوي ،  همدارنګه ئې ژمنه کړې وه چې د امریکا پوځ نور په نه ختمیدونکو جګړو کې ښکیل نشي، داسې جنګونه چې د هغو جنګ غواړو  لخوا پلان  شوې وو چې کلونه کلونه ئې  له ایران سره  د امریکا د  ایټمي ډیپلوماسۍ پروسه ناکامه کړې وه.

عباس عراقچي ټرمپ ته په خطاب کې لیکلي دي، ښاغلیه  ولسمشره، په لویدیځي اسیا کې اصلي سرزوري هغه لوبغاړي دي چې د خپل  کږلاری  ژوند په واسِطه ئې  له کلونو راهسې  له  متحده ایالاتو سرزوري کړې او   ورڅخه ناوړه استفاده کوي.

 د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر په عین  حال کې وئيلي دي،ایران تل د درناوي وړ او متقابل ډیپلوماټیک تعامل لپاره تیار دی. ایرانيان، د یو  لرغونې او بډاي تمدن وارثان دي  او په ښه  نیت سره د ښه نیت ځواب ورکوي خو مونږ هم په دقیق ډول پوهېږو چې څنګه د ظلم او تپل کیدا  پر وړاندې مقاومت وکړو او ورسره ډغره ووهو  او دا هغه سخته  تجربه ده چې د تل ابیب د  د  تورتم بخت لرونکو  جنګ غواړو  له کړ لاریو مو ترلاسه کړې ده.خو باید وویل شي چې مونږ په یوې برخه کې د امریکا ولسمشر سره موافق یو: هغه  رښتیا  وائي چې ایران دې له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره  پلمه نشي.

که څوک غواړي چې فلسطینیان قرباني کړي او  له هغې نسل وژنې سره  سره چې د ټولې سیمې  د نغرلو تږي دي ،ورسره همتړونه شي،نو باید  دا جرآئت ولري چې  چې د خپل  ولس په وړاندې د دې کار بشپړ مسؤلیت ومني او نور دې   ګرم نه بریښوي

https://iqna.ir/fa/news/4310740   

captcha