IQNA

په قرآن کریم کې لاس مرسته/1

په نبوی سیرت کې د مرستنې او لاس نیوي معنا

10:23 - October 16, 2025
د خبر لمبر: 3491870
ایکا – مرسته او لاس نیوی له هغه اخلاقي مضمون سره یوه دینی کلمه ده  چې په لغت کې  د ملګرتیا،  مرستې او د مشارکت(cooperation ) په معنا ده په عین حال کې  د ژواک پيژندنې ، جغرافیا پيژندنې ، ټولن پيژندې ، انسان پيژندنې،اقتصاد او  پراختیا په څير په ډيرو علمونو او پوهو کې د یوې علمي اصطلاح په توګه  کارندوالی لري.

په کلی توګه مرسته او لاس نیوی  په ډيرو مفاهیمو کې استعمال شوی دی چې  په هغو کې ځينو ترټولو مهمو ته یوه لنډه شان اشاره کوو.

1         د مشترکو اړتیاؤ  د پوره کولو لپاره ملګرتیا او ګډه هڅه

2          په ځان باور کول او د نورو  مرستو ته  د انتظار نه کول.

3          داسې کار چې په یوه شرکت او کمپنئ  کې ترسره کیږی

4          له یوه بل سره مرسته کول او خپل خلاقیّت ته د نورو له بریالیتوب سره غوټه ورکول

5          له نورو سره مرسته کول یا  ورسره لاس نیوی .پر دې اساس ددې تعاون(cooperation) یا مرستې معنا  له نورو سره  د ګټې له تصور پرته  یا د نورو مرستې ته له انتظار پرته  مرسته کول  چې له هغه سره مرسته کوي، په بشپړ ډول  له نورو سره مرسته ،سرښیندنه  او قرباني ده. د اسلام د ګران پیغمبر (ص) او دهغه بزرګوار د اهل بیت علیهم السلام په عملی سیبرت کې  د مرستې او لاس نیوي په چوکاټ کې  دنورو د اړتیاؤ د تامینولو لپاره ترټولو زیات اقدامات  له نورو سره د مرستې په معنا ترسره شوي دي  چې په ډیرو وختونو کې  د  ایثار او سرښیندنې هم  سبب هم شوي دي.

د اسلام مکتب  مرسته اولاس نیوی  د  اخلاقي تفکر یو ضرورت په توګه  بولی  او  نورو مومنانو مرسته کول او په ملګرتیا کې ورسره پر خیرښیګڼې او بیړې کولو باندې په ټيڼګار سره ، دوي  په هغو بدو کارونو کې  چې اجتماعی بې انصافئ ،بې عدالتۍ  او نابرابرئ ته لمن  وي، له هرډول مرستو منع کړی شوي دي.

https://iqna.ir/en/news/3494998

captcha