ایکنانیوز د الوطن له قوله راپورراکوي،: یو فلسطیني ځوان، خالد سلطان، له خوښۍ او غم، یو څه وېرې او د زړه له تېزو ټکانونو سره یوځای له احساساتو په ډکو سترګو سره، خپل هغه کور ته نږدې شو چې د نیواکګرو عسکرو لخوا په وحشی ډول په کنډوالې بدل شوی ؤ.
د هغه پښې په کنډوالو کې پر ځمکه کش کېدلې، او هغه د خپل کور پاتې شونو ته کتل،داسې ځای چې یو وخت د هغه د خاطرې او خوبونو ځای و. هغه د خپل ماشومتوب د لوبو شیان او هغه برخې، له کورنۍ سره د تودو شپو او د خپلې ویجاړې شوې کوټې د جزییاتو په لټه کې و. ناڅاپه، لکه څنګه چې خالد بیان کړ، د الله تعالی له لوري یو پیغام ورته ورسېد.
«فَاسْتَبْشِرُوا بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُمْ بِهِ وَذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ:؛ نو د هغې معاملې له امله خوشاله اوسئ چې تاسو ورسره بیعت کړی، او دا هماغه لویه بریا ده» (د توبې سورې، ۱۱۱ آیت). خالد دا آیت د قرآن کریم له هغې نسخې څخه تلاوت کړ چې د هغه په بشپړه توګه ویجاړ شوي کور په کنډوالو کې یې موندلی و.
هغه دا آیت د الله تعالی له لورې یو پیغام وباله چې ورته ئې ټینګار کاوه چې د فلسطینیانو قربانۍ د خپلو کورونو او خپلوانو لپاره بېځایه نه دي، بلکې د لوئې بریا لاره ده. دا آیت د هغه فلسطیني ځوان زړه ولړزاوه چې د غزې د دوه کلنې جګړې په کنډوالو کې د امید په لټه کې و.
خالد د خپل کور په اړه، چې په یوې کنډوالې بدل شوی و، وویل: «زمونږ کور ویجاړ شوی دی.» خو هغه ناامیده نه و او د خپل کور د ویجاړو دیوالونو پاتې شونو ته ئې هیله درلوده. هغه خپل لاسونه د شکر په نیت پورته کړل او ويې ویل: «ای خدایه، زمونږ کور، خدایه ستا شکر دی، زه باور نه شم کولی چې خپل کور ته بېرته راغلی یم. زمونږ کور د غزې په شمالي برخې کې ویجاړ او تباه شوی دی، خو زه د دې بېرته راستنېدو له امله ډېر خوشاله یم. زما لپاره دا کور د نړۍ د ټولو ماڼیو څخه غوره دی.
https://iqna.ir/fa/news/4310693