IQNA

د صهیونيسټي رژیم له خوا د غزې پر ضد د جګړې له سره د پیلولو ګواښ(مقاله)

14:33 - October 16, 2025
د خبر لمبر: 3491874
پارس ټوډي- په داسې حال کې چې د فلسطین اسلامي مقاومتي غورځنګ (حماس) تر اوسه پورې د غزې  د  اوربند پر مادو  عمل کړی او صهیونيسټي  بندیان ئې بیرته خوشي کړي دي، د صهیونيسټي  رژیم د جګړې وزیر وويل: که حماس د موافقې له عملي کولو انکار وکړي، نومونږ به  له  امريکا سره په همغږۍ جګړې ته بیرته وګرځو.

د پارس ټوډي په راپور،د صهیوني رژیم د جګړې وزير يسرائيل کاتس،اعلان کړی: زه پوځ ته امر کړم چې که جګړه له سره پيل شي، د حماس  تسلیمولو ته داړباسلو لپاره  هراړخیز پوځي پلان  تیار کړي.

کاتس،همدارنګه ادعا کړې چې مونږ به د امريکا په مشرۍ له نړيوال ځواک سره ملګرتیا وکړو چې په غزې کې د تونلونو د له مینځه وړلو لپاره کار وکړو څو غزه له وسلو پاکه شي او تضمين شي چې هيڅ ګواښ د اسرائيلو پر ضد  فضانه  رامنځته کیږي.

د صهیونيسټي  رژیم د جګړې وزير په داسې حال کې چې حماس د غزې اوربند ټولو بندونو باندې عمل کړی او صهیونيسټي بندیان ئې بیرته خوشي کړي دي، ويلي دي؛حماس بايد د ټولو وژل شويو بندیانو مړي بیرته وګرځوي او خپلې وسلې پر  مځکه کیږدي

له مخکې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې وه چې که حماس د اوربند د موافقې له عملي کولو  ډډه وکړي، نو صهیونيسټي ځواکونه  بريدونه له سره پيلولی شي.

ټرمپ، په  چارشنبې  شپه له سي ان ان خبري  چینل سره په لنډې مرکه کې ویيل: «هغه څه چې له حماس سره روان دي، دا به زر حل شي.»

دغزې له جنګه وروسته د حماس د څنډې کولو  په باب د صهیونيسټي او امريکائي چارواکو  څرګندونې ،په داسې حال کې دي چې په غزې کې د جګړې د  اوربند  له  موافقې وروسته، ډېر صهیونيسټي  کارپوهانو او تجزيه کارانو د مقاومت د  له منځه وړلو او د غزې  د مبارزانو د بې وسلې کولو  په موخه  خپلې ناکامۍ منلي دي.

اوسمهال ډېر صهیونيسټي تجزيه کاران د دغه رژیم په دوه کلنې جګړې کې د خپلو موخوپه ترلاسه کولو کې ناکامۍ ته اشاره کوي،په غزې کې د حماس غورځنګ د بقا او د هغو د واک د پراخیدو او همدارنګه په فلسطينيانو کې د دې غورځنګ  محبوبيت منلې دی.

یوه صهیونيسټي کارپوه اوريت پرلوف، وویيل:د حماس لپاره هيڅ بديل نشته او د غزې خلک د دغه غورځنګ ملاتړ کوي.

د صهیوني رژیم د ملي امنیت د څېړنو انسټيټيوټ څېړنيزکارپوه، اوريت پرلوف،د غزې د مقاومت د بشپړه واکمنۍ په اړه زياته کړه:اوسمهال، حماس په خپل لوړ قدرت سره کې  صحنې وارد شوی  څو ټول هغه بديلونه له مینځه يوسي چې اسرائيلو  ئې د رامنځته کولو هڅه کړې وه.

دغه  صهیونيسټي  کارپوه بيا پر دې ټينګار وکړ چې د حماس لپاره هيڅ بديل  نشته،وويل:حماس د غزې د شمالي برخې کنټرول بيرته اخلي او د دې تړانګې  خلک د حماس د اقدامونو ملاتړ کوي.

اوسمهال ډيری صهیونيسټي  چارواکي او کارپوهان د مقاومت په وړاندې د دغه رژیم ناکامۍ په څرګنده توګه مني.

په همدې اړه، د دې رژیم د مشرانو د اعترافاتو په  دوام  کې، په وروستیو کې ، د صهیوني رژیم د پارلمان (کنست) غړي عاميت هالوي،وويل: مونږ د حماس په وړاندې ماتې خوړلې ده؛ دا غورځنګ په غزې کې په  ټولو ځواکونو سره قدرت نندارې ته وړاندې  کوي؛ دوه کاله مو  ځان ته دوکه ورکړې ده ، خو بیا هم بريالي نشوږ او اوس د غزې کنټرول د حماس په واک کې دی.

https://parstoday.ir/fa/west_of_asia-i25200

captcha