IQNA

آسټریلیا ته د اسلام ضده امريکايي انفلوئنسر د واریدیدا مخنیوی وشو

11:58 - October 18, 2025
د خبر لمبر: 3491877
ایکنا - د آسټریلیا سترې محکمې د حکومت له خوا د يوې  امريکائي انفلوئنسر  د ويزې  د ردولو قضاوت تصديق کړ چې د مسلمانانو او تور پوستو خلاف لمسؤنکې څرګندونې ئې کړي دي.

 ایکنا نیوز د القدس العربي  له قوله راپور راکړی،  د آسټریلیا لوئې  محکمې د امريکائۍزوړپالې افراطي  انفلوئنسر کنديس اوونز د   ویزې د ردولو لپاره چې  د یوې وینا لپاره  آسټریلیا ته د تلو نیت درلود، د هغې  دواریدیدا د مخنیوي لپاره ئې   د  حکومت فیصله تائيد کړې ده.  

د دغه  هېواد محکمې  د کورنیو  چارو د وزیر  ټوني بورک  له خوا د اوونز  د ويزې ردولو فیصله   تصديق کړه  او د «د آستریلیائي ټولنې يا يوې برخې د بې ثباتۍ  کونکې لمسؤنکې  خطرې» ته يې اشاره وکړه.

بورک ويل چې اوونز د مسلمانانو، تور پوستو او يهوديانو خلاف افراطي او لمسؤنکو خبرو   او څرګندونو مخینه لري».

ټآکل شوې وه  چې اوونز  په نومبر  کې په آسټريلیا کې  په یولړ پروګرامونو کې ویناوې وکړي، خو په اکتوبر  کې د ويزې ورکولو څخه منع شوه. اوس محکمې د آسټریلیا د کورنيو چارو د وزارت فیصله تصديق کړې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4311128/

captcha