IQNA

جوماتونو ته د انګلستان ۱۰میلیونه پونډه بودیجه؛ د باور ترمیم که د سیاسي کړکېچ مدیریت؟

16:13 - October 26, 2025
د خبر لمبر: 3491919
ایکنا - د انګلستان حکومت د جوماتونو او اسلامي مرکزونو لپاره د خاصې بودیجې ځانګړې کولو پرېکړه، په داسې حال کې ده چې شنونکي یې نه د خیر غوښتنې اقدام، بلکې د غزې جګړې په تړاو د دې هېواد د حکومت د سیاستونو له امله د زیاتېدونکي نارضایتۍ د مهارولو سیاسي هڅه ګڼي. 

 ایکنانیوز  د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د انګلستان د حکومت وروستۍ پرېکړه چې ۱۰ میلیونه پونډه د جوماتونو او اسلامي ښوونځیو د ساتنې پروژې لپاره ځانګړې کوي، له دې څخه ډېر چې د مسلمانانو د امنیت په اړه د ریښتیني اندېښنې نښه وي، د حکومت او د دې هېواد د مسلمانې ټولنې ترمینځ د زیاتېدونکي بې باورۍ کړکېچ ته سیاسي ځواب ګڼل کېږي.

په دغه راپور کې وئيل شوي دي، د انګلستان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د جوماتونو او اسلامي مرکزونو لپاره ځانګړې شوې بودیجه به د امنیتي تجهیزاتو په نصبولو او د اسلامي ځایونو ساتونکو ځواکونو په روزنه مصرف شي؛ هغه اقدام چې یوازې لس ورځې وروسته له دې چې ورته بسته د کنیسه‌ګانو او یهودي ښوونځیو لپاره منظور شوې وه، ترسره شوی دی. 

شنونکي باور لري چې په قصدي توګه دا هممهاله اقدام، د «کیر سټارمر» په حکومت کې د غزې له جګړې وروسته سیاسي فضا کې د «مذهبي برابرۍ» انځور جوړولو هڅه ده. د بریتانیا مسلمانه ټولنه له پیل راهیسې پر لومړي وزیر له صهیونیسټي رژیم څخه د جانبدارۍ له امله نیوکې کړي، له کارګر ګوند سره یې باور له لاسه ورکړی او په وروستیو ټاکنو کې یې هم له دې ګوند څخه څرګند واټن نیولی دی.

د انګلستان د کورنیو چارو وزارت احصایه ښيي چې د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې جرمونه په تېر کال کې نږدې ۲۰ سلنه زیات شوي، خو د رسمي رسنیو روایت د «ټولټال کرکې زیاتوالي» په تمرکز سره دا حقیقت کمرنګ ښيي.

د اسلامي بشري حقونو کمېسیون مشر«مسعود شجره»، له ایرنا سره په خبرو کې روښانه کړه چې "په انګلستان کې له اسلامه‌وېرونه د سازمان‌یافته کرکې کچې ته رسېدلې او مسلمانان په عمل کې دویمې درجې وګړي شوي دي."

کارپوهان وايي چې جوماتونه او اسلامي مرکزونو ته د ځانګړې بودیجې ځانګړې کول، د «سیاسي کړکېچ مدیریت» نښه ده نه د مسلمانانو د امنیت حل لاره. د دوی له نظره، لندن د برابرۍ غوښتنې په ژمنې سره هڅه کوي چې د مسلمانانو د غوسې په وړاندې موقتي سپر جوړ کړي؛ خو دا سمبولیک اقدام به د حکومت او مسلمانې ټولنې ترمنځ د باور تشه ترمیم نه کړي.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i166378-

captcha