ایکنا - د اسلامی نړئ غوره او لوړپوړي یو شمیر قاریان د متحده عربی اماراتو په فجیره سیمې کې د اسلامی -عربي رسنیو په لومړني سمینار کې نازول کیږي.
ایکنانیوز د صدای البلد له قوله راپور راکړ، د اسلامی ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونو د ریډیو او ټیلیویژنونو د اتحادئې مش ر عمرو اللیثي په دې باب ووئيل؛ د اسلامی -عربی رسنیو لومړنی کانګرس (OSPO) د نومبر په نولسمه او شلمه نیټه دد فجیره ښار کې ددغه ښار د کلتور او رسنیزو چارود ټولنې په ملګرتیا سره ترسره کیږي.
هغه زیاته کړې ده ، دغه کنګرس درسانیزو مخکښانو د قدرونې اوستاینې لپاره یو پلیټ فارم او د اسلامی رسانیو د فعالیتونو په لار کې یو مهم ټکی کیدلی شي.
اللیثي ووئيل؛ په دغې پیښې کې د اسلامی نړئ یو شمیر غوره قاریان او همداراز د اسلامی هیوادنون د رسنیو فعالانو هم نازول کیږی.
هغه همداراز ووئيل، د مصر شیخ القراء شیخ احمد نعینیع به هم د فچیره په کانګرس کې ونازول شي او دغه پیښه به د مختلفو اسلامی هیوادونو د غوره کارپيژاندو او خبریالانو او د رسنیزو ټولګو د مشرانو په شتون سره ترسره شي.
ددغه راپور په اساس ، د فجیره سمینار به د اسلامی نړۍ د قرآن د ریډیو ګانو د مسئولانو له شپږمې ناستې سره په یووخت د ؛ډله ایزو رسانیو له لارې د مینځ پلوه کلتور دخپریدا ؛ په شعار سره ترسره شي او په دې غوندې کې به د مینځلاري دین او په اسلامي ټولنو کې ئې د پراختیا د اغیزو د پراختیا لارې چارې هم وارزول شي.
https://iqna.ir/fa/news/4313056