ایکنانیوز د پرو پاکستان له قوله راپور راکړ، د پاکستان پلازمېنه اسلاماباد د دغه هیواد د تاریخ د لومړنیو نړیوالو قرآني سیالیو کوربتوب ته تیاریږي.
په دغو سیالیو کې د اسلامي ملګرتیا موسیسې (OIC) له غړو هېوادونو څخه تر ۳۴ زیات قاریان ګډون کوي.
ټاکل شوې ده دغه سیالۍ د نومبر له ۲۴ تر ۲۹ ( یعنِ د لیندئ د میاشتې له ۳ تر ۸) پورې د پاکستان د دیني چارو د وزارت په نوښت سره ترسره شي، او ګډونوال به په یوې روحاني فضا کې د اسلاماباد د ملی پوهنتون د بهرنيو ژبو په انستیتوت (NUML) کې سره سیالي وکړي.
دغه تاریخي پیښه به د جناح کنفرانس په مرکز کې د جایزو د ویشلو په مراسمو سره پای ته ورسېږي، چې پکې به لوړپوړي دیني او حکومتي شخصیتونه ګډون وکړي.
دغه نړیوالې سیالۍ د پاکستان د هغو هڅو یوه برخه ده چې د اسلامي نړۍ د خلکو تر مینځ فرهنګي او معنوي اړیکې پیاوړې کوي او د قرآن کریم په خدمت کې د دغه هېواد رول رابرسیره کوي څو د قرآن د مینې، سولې او یووالې ارزښتونه پراخ شي.
د سیالیو د اصلي جایزې د ویش مراسم به د نومبر په ۲۹ د OIC عمومی منشي حسین ابراهیم طه، د مسجدالحرام او مسجدالنبي د چارو د ادارې مشر شیخ عبدالرحمن السدیس، د حکومتی چارواکو، دیني علماؤ او د بهرنیو مېلمنو په ګډون ترسره شي.
تېره میاشت، قاري صداقت علي چې د دغو سیالیو اجرائي مشر دی، د پاکستان په اسلاماباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت د فرهنګي سلایار مجید مشکّی سره ولیدل او د سیالیو د منظمولو او اجرائي چارو په اړه ئې خبرې وکړې.
قاري صداقت علي د ایران د قرآني پرمختګونو ستاینه وکړه او ایران ئې د اسلامي نړۍ یو مخکښ قرآني هېواد وباله. هغه وویل: زمونږ لپاره دا افتخار دی چې د نورو اسلامي هېوادونو ترڅنګ د ایران یو قاضي (داور) هم په دغو سیالیو کې ګډون ولري. هیله لرو چې د ایران استازی قاري هم په دغه پړاؤ کې لوړ مقام ترلاسه کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4316711