
د ایکنانیوز د راپور له مخې، د قرآني فرهنګ د پراختیا د شورا رئیس او د تبلیغات اسلامي ادارې مشر، حجتالاسلام والمسلمین محمد قمي، د ایکنانیوز د تاسیس له دوه ویشتم کلیزې سره په ورته مهال د دغه خبرياژانس د لیدنې پر مهال، د قرآن د رسنۍ د مقام او د اسلامي نظام د قرآني ماموریتونو په اړه په زړه پورې او ژورې خبرې وکړې.
هغه د خپلو خبرو په پیل کې د نصر مبارکې سورې په تلاوت او د قرآن د خدمت مقام ته په اشارې سره وویل:
«مونږ د قرآن د خدمت کولو شوقیان یوو او د ویاړ ځای ګڼو چې ځان د قرآن د خدمتګارانو خدمتګا بولو. نن سبا د قرآن خدمتګاران په بېلابېلو برخو کې شته او هر یو د خپلې زاویې له مخې د قرآني ټولنې د جوړېدو لپاره هڅه کوي. زمونږ ټول هدف یو دی: دا چې قرآن د خلکو د ژوند په متن کې روان شي او ټولنه رښتینې قرآني شي.
د قرآني فرهنګ د پراختیا د شورا مشر د ایکنا له هڅو د قدردانۍ په ترڅ کې زیاته کړه:په رسنیز ډګر کې چې کوم غوره خدمت د قرآن لپاره شوی، هغه د ایکنا د درنې مجموعې لخوا ترسره شوی دی. زما په باور، دا مجموعه د هغو کارونو مصداق دی چې قَليلُ المؤونةِ، كثيرُ المَعونة دي؛ یعنې امکانات یې ډېر کم دي، خو برکت او اغېز یې په قرآني ټولنه کې ډېرې زیات دی. البته لا اوږده لار پاتې ده څو خپل د قرآن پر وړاندې خپل رول او رسالت ادا کړو.»
قرآن په ډېرو ټولنیزو او حکومتي ډګرونو کې مهجور پاتې دی
هغه زیاته کړه: مونږ باید اعتراف وکړو چې قرآن لا هم په ډېرو ټولنیزو او حاکمیتي برخو کې مهجور دی. د قرآن خدمتګاران، په ځانګړي ډول د ایکنا قدرمن دوستان هڅه کوي دا مهجوریت پای ته ورسوي او قرآن د خلکو د ژوند له حاشیې څخه متن ته رامخکې کړي. دا یو ستر رسالت دی چې باید د هنر، رسنۍ او سم فهم له لارې تعقیب شي.»
د ولسی فعالیتونو اهمیت او د رسنیو رول
د ایران د اسلامی جمهوریت د اسلامی تبلیغاتو د ادارې مشرهمدراز د قرآنی ولسی قرآني فعالیتونو اهمیت ته په اشارې سره وویل: په شورا او ادارې کې ټینګار کوو چې د ولسی فعالیتونو ته پاملرنه باید جدي شي. رسمي قرآني بنسټونه طبیعي خبره ده چې ځان معرفي کولی شي، خو هغه څه چې ملاتړ ته اړتیا لري، هماغه د خلکو خپلمنځۍ او خودجوشې قرآني هڅې دي؛ او خوشبختانه ایکنا دا فعالیتونه په دقت او ژمنتیا سره منعکسوي.»
قرآن باید د ژوند روح وي
حجتالاسلام والمسلمین قمي د خپلې په یوې بلې برخې کې د ایکنانیوز نړیوال مقام ته په اشارې سره وویل:
«له بده مرغه په اسلامي نړۍ کې بل قرآني خبري اژانس نشته. دا زمونږ لپاره ویاړ دی چې د داسې رسنۍ بېرغاوچتوونکي یو چې په اسلامي ایران کې فعالیت کوي؛ رسنۍ چې ماموریت ئې د قرآن د ژوند پر متن راوستل دي، نه دا چې قرآن په حاشیې کې پاټې شي. قرآن باید د ژوند روح، د ټولنې رڼا، او د خلکو او مسئولینو د پرېکړو لارښود وي.»
هغه زیاته کړه:ایکنـا او د هېواد د پوهنتونوالو قرآني اداره د خپلو علمي، رسنیزو او ټکنالوژیکي ظرفیتونو له لارې په بیانونکي جهاد او د روایتونو په جګړې کې لا ډېر ځلیدلی شی. مونږ د افکارو او روایتونو په یوې جګړې کې یو، او پرته له دې چې قرآني رسنۍ په دې ډګر کې پیاوړې ونډه ولري، دا جهاد به کومه نتیجه ورنه کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4316365/