
د ایکنا د عاجل له راپور سره سم، د دغو سیالیو وروستی پړاو د شنبې په ورځ (یعني د عقرب یا لړم د میاشتې په ۲۴مه) د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت په هڅو او د نپال د اسلامي چارو له کمیشن سره په ملګرتیا پیل شوی او درې ورځې به دوام وکړي.
په مقدماتي پړاو کې له ۸۰۰ څخه ډېر هلکان او نجونې برخه اخیستې وه چې ۱۸۹ تنه یې وروستۍ مرحلې ته رسېدلي دي.
سیالۍ په څلورو برخو کې ترسره کېږي:
۱) د ټول قرآن حفظ
۲) د ۱۵ جزء یا سپارو حفظ
۳) د ۵ جزء یا سپارو حفظ
۴) د ۲۹ او ۳۰ اجزاوو حفظ
د وروستي پړاو د پرانیستې مراسم د سعودي عرب د سفیر «سعد بن ناصر ابوحیمد»، د نپال د مسلمانانو د اسلامي چارو د کمیسیون د مشر «سید محمد دین علي» او د کمیسیون د نورو غړو په شتون سره ترسره شول.
د دوهمې ورځې سیالۍ د نجونو او هلکانو د ۵ اجزاوو یا سپارو د حفظ او د هلکانو د دوو اجزاوو یا سپارو د حفظ لپاره ځانګړې شوې وې او د قاضیانو د کمېټې د څارنې په ترڅ کې د ګډونوالو لپاره مناسبه رقابتي فضا برابره شوې وه.
د سیالیو موخې
د دغو سیالیو موخه په مسلمانانو کې د قرآني ارزښتونو پیاوړتیا، د حفظ او تلاوت د پروګرامونو ملاتړ په هغو سیمو کې چې مسلمانان لږکي پکې اوسیږي، او همدارنګه د سعودي د اسلامي چارو وزارت د اړیکو پیاوړتیا له دیني او تعلیمي مؤسسو سره بلل شوې ده.
د نپال لنډه پېژندنه
جمهوري نپال د آسیا په لږئې وچې کې د هند په شمال کې واقع هېواد دی، پلازمېنه ئې کټمنډو ښار دی ، شاوخوا ۲۹ میلیونه نفوس لري او رسمي ژبه یې نپالي ده. د نپال د مسلمانانو اجداد د جنوبي آسیا، مرکزي آسیا او تبت له بېلابېلو سیمو په بېلابېلو پړاؤنو کې دغه هېواد ته تللي او له هغه وخته د هندوانو او بودایانو ترڅنګ اوسي.
https://iqna.ir/fa/news/4317412