IQNA

په اردن کې د زَړو او شلیدلو قرآني نسخو   ټولول او ترمیم

13:28 - November 19, 2025
د خبر لمبر: 3492035
 ایکنا -  د اردن د «طفیله» ولایت د اوقاف ادارې د دغه ولایت د زړو او  شلیدلو  قرآنونو د ټولولو او ترمیم بهیر پيل کړی دی.

 ایکنانیوز د  له الدستور له قوله راپور راکړی، د طفیله د اوقاف ادارې د مسجدونو د برخې له لوري ، د لړم یا عقرب د میاشتې په  ۲۶ ، د زړو او زیان‌من شویو قرآنونو د ټولولو او د سالمو نسخو د ترمیم سیمه‌ییز پروګرام پیل شو.

د دې طرحې له مخې، هغه قرآني نسخې چې د کار وړ نه دي، د خدای د کلام د درناوي له امله د شرعي اصولو په رڼا کې څېړل او ترې رسیدګي کېږي.

د طفیله د اوقافو مشر  لوئی الذنیبات،په دې اړه وویل: دا یوه ملي طرحه ده چې له مخې به ئې په طفیله ولایت کې له ۲۰۰ څخه ډېرو جوماتونو زاړې او زیان‌منې قرآني نسخې د شمېرلو او ثبت لپاره  ټولې شي.

هغه زیاته کړه: دا قرآنونه په داسې حالت کې دي چې لوستل یې ناممکن دي، او د شرعي اصولو په چوکاټ کې به له درناوي سره  ښخ کړئ   شي.

الذنیبات ټینګار وکړ: د دې طرحې هدف د خدای د کتاب اکرام او د هغه د سپکاوي مخنیوی دی، او که د قرآن حالت مناسب وي، د ترمیم او صحافت لپاره به ئې اقدام وشي.

هغه همدارنګه وویل: دا طرحه به د یوې اونۍ لپاره د ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ټاکلي مهالویش له مخې دوام وکړي او د مسجدونو د برخې، مؤذنان، امامان او د جوماتونو کمیټې به پکې ملګرتیا کوي.

د طفیله د اوقافو  مشر څرګنده کړه: د اردن د اوقاف وزارت قرآن ته ځانګړی اهمیت ورکوي او د زړو او زیان‌من شویو قرآني نسخو په  ټولولو کې مهم رول لري.

هغه په پای کې وویل: د اوقافو د ادارې یو ټیم د ولایت په جوماتونو او د دې ادارې اړوندو مرکزونو کې ټول خراب شوي قرآنونه او نور دیني کتابونه  ټول کړي او د اسلامي شریعت د اصولو مطابق یې د ارزونې لپاره ټاکل شوي ځای ته لېږدولي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4317607

captcha