IQNA

    د ۷۹ کلنې مصري ښځې د قرآن کریم د حفظ کیسه

10:03 - November 20, 2025
د خبر لمبر: 3492040
ایکنا -  د  مصر د قنا ښار یوه اوسیدونکي ۷۹ کلنه  مېرمن د قرآن کریم په حفظ  کولو باندې  بریالۍ شوه

ایکنانیوز  د صدای البلد له قوله راپور راکړ،فاطمه عطیتو، چې د مصر د «قنا» ښار اوسېدونکې ده،د خپل ۸۰ کلنۍ د پيل په درشل کې له دې سره سره چې لیک او لوست ئې نه شو کولای ټول  قرآن کریم  ئې په بشپړه توګه حفظ کړ.

په راپور کې راغلي دي،میرمن فاطمه عطیتو  د ۱۵ کلونو پرله‌پسې هڅو وروسته وکولای شول چې قرآن حفظ کړي. هغې په نږدې ۸۰ کلنۍ کې، د بی‌سوادئ له ستونزې تر بریده له وتلو وروسته، په پوره هوډ او هڅو سره په یو اوږد او ستونزمن سفر کې د ټول قرآن حفظ  کړ.

د «اجیال المستقبل» په ټولنې کې چې د قنا ښار د «معنا» په سیمې کې موقعيت لري، یوې ځانګړې غونډې کې د دې بریا اعلان وشو او هغه کسان چې د قرآن د یادولو په لاره کې ئې مرسته ورسره کړې وه، هم حاضر وو.

په دې غونډې کې د فاطمه عطیتو او د هغې د ښوونکو او همکارانو قدرداني وشوه. د دې مېرمنې کار دا پیغام ورکوي چې تر هغه چې اراده موجوده وي، عمر هېڅکله د علم د زده‌کړې او د ژوند د بدلون خنډ نه‌شي جوړېدلی.

احمد عبدالقادر، چې د «اجیال المستقبل» د اداري شورا مشر دی، ویلي: «فاطمه عطیتو ۷۹ کلنه ده او نه ئې لوستل  کولی  شول او نه ئې لیکل؛ خو د دې ټولنې  د بی‌سوادئ د له منځه وړلو په ټولګیو کې ئې په لنډ وخت کې لوستل او لیکل زده کړل. وروسته بیا د قرآن د حفظ او د تجوید د زده‌کړې غونډو ته   وارده شوه.»

هغه زیاته کړه: «په ۱۵ کلونو کې د څو مخکښو استادانو په ګډون ـــ لکه شیخ اسماعیل محمد، شیما رجب او فاطمه محمود ـــ دې مېرمنې ته د قرآن کریم زده‌کړه ورکړه. د همدې ویاړ لپاره یوه ځانګړې غونډه جوړه شوه چې پکې له ۱۷۰ څخه ډېرو ښځو او نجونو ګډون وکړ.

https://iqna.ir/fa/news/4317667

captcha