
ایکنا نیوز د «فیتو» له قوله راپور راکړی، استاد الطوخي په خپله فېسبوک پاڼې کې لیکلي دي:«له خدایه غواړم چې زما او ستاسې نېکې کړنې قبولې کړي او قرآن کریم د قیامت پر ورځ زمونږ شفاعتکوونکی وګرځي. د کویت د قرآن راډیو زما له غږ سره د قرآنِ مرتل غوښتنه کړې وه، او ما هغه د خدای د رضا لپاره هغوی ته ورکړ.»
هغه زیاته کړه: «دغه قرآنِ مرتل زه د کویت د قرآن راډیو خپلو قدرمنو ته ډالۍ کوم، څو د دوی او د دې راډیو د ټولو اورېدونکو په واک کې وي، هر چېرته چې وي.
الطوخي وویل: «ما دا کار یوازې د خدای د رضا لپاره وکړ او هېڅ ډول مالي بدل ته په تمه نه یم. هیله ده خداي پکې خیر او برکت واچوي او دا زما او د ټولو مسلمانانو لپاره یوه جاري صدقه وګرځي.»
هغه مخکې «فیتو» ته ویلي و چې د تېرو کلونو په ترڅ کې د قرآن تلاوت د کچې ټيټوالی ډېر لاملونه لري. د ده په وینا، تر ټولو مهم او جوت لامل ئې هغه مخاطبان دي چې کمکیفیت او بازاري تلاوت منل او حتی غوښتل ئې، او پر داسې اجرا ټینګار کوي. هغه قاری چې د خلکو دغې غوښتنې ته غاړه کېږدي، مشهوريږي او پورته ځي، خو هغه قاری چې جدي، متعهد او دیندوست وي، له پامه غورځول کېږي. دا یوه عجیب معادله او ناعادلانه وېش دی.
الطوخي زیاته کړه: «په وروستیو کلونو کې د تلاوتونو د کیفیّت کمیدا او ټيټيډا، او د ټولنیزوچینلونو له لارې د مصر بده څېره وړاندې کوي.»
هغه ټینګار وکړ: «د دې ناوړه وضعیت بل لور د جنازې د مراسمو دلالان دي چې د قاریانو بازار کنټرولوي. هغوی حتی کېدای شي یو ولایت پر یوه قاري بند او پر بل خلاص کړي، البته تر هغه چې هغه د دوی غوښتنې، امرونه او مالي شرایط ومني.»
الطوخي زیاته کړه: «د جنازې د مراسمو دغه دلالان د مصر د تلاوت د مکتب په ویجاړولو او د قاریانو ترمنځ د اړیکو په خرابولو کې تر ټولو ډېر مسؤل دي.»
د ده په وینا، دریم دلیل دا دی چې په کلیو کې د دودیزو قرآني مکتبخانو نشتوالی دی. هغه وویل: «د تېرو وختونو ډېری لوی قاریان له همدې کلیوالو مکتبخانو فارغ شوي وو چې استادان ئې د ژور قرآني علم ترڅنګ په سختگیرۍ او جديت مشهور وو.»
الطوخي وویل: «موږ باید پر پوهنتوني سیستم تکیه و نه کړو، ځکه دا سیستم د قرآن کریم د مینې پر بنسټ نه دی جوړ شوی، بلکې د طوطيانو په شان په یادونې او اجباري حفظ مشهور دي.»
هغه په پای کې وویل: «څلورم لامل د حافظانو او قاریانو اتحادیه او د مصر د قرآن راډیو دي چې دواړه ډېر مسؤل دي، ځکه چې د بازاري سټایل لرونکي قاري تصدیقول د قرآن کریم پر وړاندې نهبخښونکی جرم دی.»
https://iqna.ir/fa/news/4319086