
ایکنانیوز د «آناتولي له قوله راپور راکړیو، په دې پړاؤ کې د انګلستان د «چینل ۴» او د «الجزیره» دوه مستندونه چې په کلابندۍ کې دغزې تړانګې د خلکو درد، کړاو او د ژوند د دوام مبارزه انځوروي، د جګړې د ډګر واقعي حالت د ځواکمن انعکاس له امله د اصلي جايزو ګټونکي شول.
د «اوسني موضوعاتو» په برخه کې، د چینل ۴ مستند «رپورټونه؛ په غزې کې د وژنو سیمه (Kill Zone: Inside Gaza) چې د اسرائیلي وحشي ډوله بریدونو او د فلسطینیانو د ژوند د سختو شرایطو انځور وړاندې کوي، د دې برخې جايزه ترلاسه کړه.
په «خبر» برخې کې، د الجزیره مستند «غزه؛ د ژوند لټون» (Gaza: Search for Life) چې د غزې د خلکو د بقا هڅې بیانوي، لومړی مقام وګاټه. په دې مستند کې د ګڼو مطرحو څېرو تر مینځ ډاکټر غسان ابوسته – د فلسطیني اصل برتانوی جراح چې د جګړې له پیل وروسته ئې د غزې ټپیانو درملنه وکړه، او هند خودري – فلسطینۍ خبریاله چې د غزې د پیاوړو غږونو له ډلې ګڼل کېږي – شتون لري.
د قاضیانو پلاوي په سیمه کې د ملکیانو د رنج او کړاو د ځواکمن ښودلو له امله دواړه آثار د جګړې وستایل.
د چینل ۴ مستند ډایریکټره ونسا بولز په خپلو خبرو کې وویل چې د غزې همکاران ئې د بندو لارو له امله د مراسمو ګډون ته نه شول رسېدلی او لا هم د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي.
د الجزیره مستند جوړوونکې او وړاندې کوونکې فیروز زیاني د دې جايزې ترلاسه کول ستر ویاړ ګني او وآئي، چې د دوي د اثر اصلي پیغام «هیله» ده، حتی د غزې د ویجاړتیاوو په مینځ کې.
د امی نومې نړيوالې جايزې د نړیوال ټیلویژني اکاډمۍ (IATAS) له لورې هغو غوره پروګرامونو ته ورکول کېږي چې لومړی ځل د امریکا څخه بهر تولید او خپاره شوي وي. دغه جايزې هر کال د نومبر په میاشت کې په نیویورک کې ورکول کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4319336