IQNA

ایران د پاکستان د قرآن د لومړنیو نړیوالو سیالیو دوهمه رتبه وګټله

14:06 - December 01, 2025
د خبر لمبر: 3492091
 ایکنا -د پاکستان د قرآن کریم لومړنۍ نړیوالې سیالۍ په اسلام‌اباد کې په داسې حال کې پاي ته ورسېدې چې د ایراند خوزستان ولایت استازي عدنان مؤمنین، د دغو سیالیو دویم مقام خپل کړ.

 د ایکنانیوز د راپور له مخې، د سیالیو د پای غونډې تر ترسره کېدو وروسته، د ملایشیا ایمن رضوان بن محمد رملان د قرائت نړیوالو سیالیو لومړی مقام وګاټه، په داسې حال کې چې عدنان مؤمنین خمیسه له ایرانه دویم او قاري عبدالرشید له پاکستانه درېیم مقام ترلاسه کړ. دغه راز د افغانستان قاری عبدالرب  ایوبی هم څلورم ځائيګی خپل کړ.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال د شنبې په ورځ د پاي دستورو ته ورغی او شپږو غوره ګډونوالو ته ئې جایزې او افتخاري نشانونه ورکړل.

نماینده ایران رتبه دوم مسابقات بین‌المللی قرآن پاکستان را کسب کرد

د لومړي مقام ګټونکي، ایمن رضوان بن محمد رملان ته پنځه میلیونه روپۍ نقدي جایزه ورکړل شوه.

د ایران او پاکستان ګډونوالو ته، چې دویم او درېیم ځايګي  ئې ترلاسه کړي، په ترتیب سره درې میلیونو او دوو میلیونو روپیو جایزې ورکړل شوې.

همدارنګه، هغو ګډونوالو ته چې له افغانستان (عبدالرب ایوبي)، د انډونشیا (الهام محمودین) او مراکش (ایوب علا) څخه و او په دې سیالیو کې درې پرله‌پسې مقامونه (څلورم، پنځم او شپږم) ئې تر لاسه کړي، چې هر یوه ته ۲۰۰ زره روپۍ ورکړل شوي.

نماینده ایران رتبه دوم مسابقات بین‌المللی قرآن پاکستان را کسب کرد

پاکستان د نومبر له ۲۴مې تر ۲۹ پورې  د لومړي ځل لپاره د قرآن کریم د قرائت نړیوالې  سیالۍ ترسره کړې چې د ۳۷ اسلامي هېوادونو قاریانو پکې برخه لرله.

د دغو سیالیو د ترسره کېدو مسؤلیت د پاکستان د مذهبي چارو وزارت درلود او له دوشنبې څخه د څلورو ورځو لپاره د اسلامي هېوادونو د ملګرتیا موسیسې  د غړو هېوادونو استازو پکې ګډون کړی و.

https://iqna.ir/fa/news/4319832

captcha