IQNA

د مصر د قاریانو د فعالیت د څارنې حکومتی کمېټې جوړه شوه

6:27 - December 02, 2025
د خبر لمبر: 3492095
ایکنا - د مصر د حافظانو او قاریانو اتحادئې اعلان وکړ چې د قاریانو د فعالیت د څارنې لپاره ئې د شکایتونو د تعقیب او  ارزونې یوه نوې کمېټې جوړه کړې ده.

یکنانیوز د «صدی البلد»له قوله راپور راکړ ، دمصر د قاریانو اوحافظانو  اتحادئې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، د دې کمېټې غړي د اتحادئې مسوولین دي او موخه ئې دا ده چې د مسلکي فعالیت اړوند تصویب شویو اصولو او قوانینو د تطبیق ضمانت وشي. دغه کمېټې به د مصر د اوقافو وزارت تر نظارت لاندې د هغو قاریانو د څارنې لپاره میکانیزمونه جوړ کړي چې تېروتنې کوي او د تلاوت طریقه به ئې ارزوي.

 د اتحادئې په اعلامیه کې راغلي دي چې شیخ محمد حشاد، چې د مصر د قاریانو د اتحادئې مشر دی، د دې کمېټې مشري پر غاړه لري. همدارنګه د اتحادئې مرستیال؛ شیخ محمود الخشت، د اتحادیې عمومي منشي عبدالفتاح  طاروطی، ؛ شیخ محمد عبدالموجود خلیفه، احمد ابوفیوض، شیخ طه محمد نعماني (د اتحادیې تخنیکي سلاکار) او شیخ محمد سالم عامر د کمېټې غړي دي.

تر هغه وخته چې د اتحادیې د قانون د اصلاح چارې بشپړې نه شي ، چې د قاریانو د فعالیت څرنګوالی په کې روښانه کېږي او هر ډول  خلاف ورزي پکې کنټرولېږي ـ دغه کمېټه به د مصر د اوقافو د وزیر اسامه الازهري تر څارنې لاندې خپل کار ته دوام ورکوي.

نوې کمېټه د دې لپاره جوړه شوې چې د قاریانو تېروتنې، د تلاوت طریقه، او په جوماتونو او قرآني مرکزونو کې د تلاوت د اجرا بهیر تر کنټرول لاندې وساتي. په ځانګړي ډول به د شرعي او تخنیکي معیارونو مراعاتو ته پاملرنه کوي، څو د مناسب تلاوت، باکیفیته اجرا او د اورېدونکو د حقوقو د خوندي ساتلو ضمانت وشي.

دغه کمېټې به د نوو او مسلکي قاریانو پر فعالیتونو څارنه کوي او اړینې سپارښتنې به د قاریانو اتحادئې او د مصر د اوقافو وزارت ته وړاندې کوي، څو په ټول هېواد کې د تلاوت د اجرا بهیر نوره هم وده ومومي

باید ووئيل شي  چې  په مصر کې تازه د ځینو قاریانو په مجلسی تلاوتونو کې تېروتنې لیدل شوې چې انتقادونه یې راپورته کړي دي.

همدارنګه، د احمد نعینع یوه تلاوتي ویډیو خپره شوې وه چې په کې دوې ښکاره تېروتنې موجودې وې او دغه تلاوت د قاریانو اتحادئې ته د ارزونې لپاره استول شوی و.

شیخ حشاد، چې د قاریانو د اتحادیې عمومي منشي دی، د نعینع د تلاوت ویډیو له خپرولو سره یوځای په خپلې رسمي پاڼې کې اعلان وکړ چې د دې موضوع په تړاو به د اتحادیې شورا ژر غونډه ترسره کړي، څو مناسب تصمیم ونیول شي

عبدالفتاح طاروطی، چې د مصر د شیخ القراء مرستیال او د قاریانو د اتحادئې عمومي منشي دی، یوه بیانیه خپره کړه او په کې ئې د احمد نعینع د تلاوت په اړه د خلکو څرګندونې تشریح کړې. هغه وویل چې تېروتنه په تلاوت کې هغه څه دي چې هېڅوک ترې معصوم نه دي؛ ټول اهل قرآن ـ که کوچني دي او که لوی ـ ورڅخه مستثنی نه دي، خو قرآن کریم تل بریالی او نه ماتېدونکی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4320065

captcha