IQNA

نړیوالو ته د اسلام د پیغام په منتقلولو کې د قرآن د حفظ په اهمیت لپاره د الازهر د شیخ ټینګار

10:51 - December 06, 2025
د خبر لمبر: 3492114
ایکنا – شیخ الازهر احمد الطیب، ټینګار وکړ چې د خداي د کتاب حفظ ته پاملرنه د داسې نوې ځوان  نسل د جوړولو بنسټ دی چې نړئ ته د  اسلام د پیغام د جوهر په توګه  د خیر، رحمت او سولې پیغام وړونکی دي.

 ایکنانیوز د الاهرام خبري وېب‌پاڼې په نقل راپور راکړی، شیخ الازهر احمد الطیب د روان کال د لیندۍ (قوس) په ۱۲مه نېټه، د قاهرې په الازهر اسلامي مرکز کې له هغو بهرنیو محصیلانو سره وکتل چې د امام الطیب په نامې سره د قرآن د حفظ او تجوید په مدرسه کې ئې نوم‌لیکنې کړې دي.

احمد الطیب په دغې لیدنې کې د لسګونوزده‌کوونکو د قرائتونو تلاوتونه  واورېدل او د قرآن کریم په لوستلو کې ئې د هغوی تسلط وستایه، چې دا کار د مدرسې د مسوولینو او استادانو د ډېرو هڅو نښه ده.

بل لور ته، زده‌کوونکو ټینګار وکړ چې د قرآن حفظ او تجوید د «الامام الطیب» مدرسې د  دوي لپاره د قرآن حفظول اسان کړي دي.

د لیدنې په پای کې، د الازهر شیخ زده‌کوونکو ته سپارښتنه وکړه چې د قرآن د معناوو او تفسیر د لا ښه درک لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او یوازې د الهي کلام د آیتونو په حفظ بسنه ونه کړي، څو په نږدې راتلونکي کې په خپلو هېوادونو کې د الازهر استازي وي. هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې الازهر به له هغوی څخه د هر ډول ملاتړ په برخې کې هېڅ ډول هڅه ونه سپمَموي.

https://iqna.ir/fa/news/4321005

captcha