IQNA

په متحده عربي اماراتو کې د شیخه بنت مکتوم د قرآنی سیالیو د۲۶ پړاو پاي ته ورسید

15:23 - December 13, 2025
د خبر لمبر: 3492155
ایکنا- د دوبۍ د قرآن کریم نړیوالې جایزې د ۲۰۲۵ میلادي کال لپاره د شیخه هند بنت مکتوم د قرآن کریم د شپږ ویشتم پړاو د سیالیو د پاي خبر ورکړ.

 ایکنانیوز دوام له قوله راپور ورکړی،د دوبۍ د قرآن کریم نړیواله جایزه،چې د دوبۍ د اسلامي چارو او خیریه فعالیتونو له ادارې سره تړاو لري،د ۲۰۲۵ کال لپاره د شیخه هند بنت مکتوم د قرآن کریم د شپږ ویشتم پړاو د سیالیو د پای اعلان وکړ.د سږکال سیالۍ د ګډونوالو د بې‌ساري شمېر او پراخ شتون شاهدې وې، چې دا د دغې جایزې لوړ مقام او د قرآن کریم د خدمت، حفظ او تسلط د فرهنګ د پیاوړتیا په برخې کې د هغې مخ پر ودې رول څرګندوي.

په دې پړاو کې د ګډونوالو ټول شمېر ۱۶۶۶ تنه نارینه او ښځې وې،چې په بېلابېلو عمرونو او کټګوریو کې ئې ګډون کړی ؤ. له دوي څخه ۸۶۸ تنه نارینه او ۷۹۸ تنه ښځې وې،چې دا د ګډون پراخوالی او ډولوالی ښئي.

په دې سیالیو کې ګډونوالو د عربي،آسیایي، افریقایي او اروپایي هېوادونو د ۵۵ بېلابېلو ملیتونو استازیتوب کاوه.اماراتي وګړي د ۱۰۲۸ ګډونوالو په لرلو سره د ګډونوالو په سر کې دي، چې دا ددغو سیالیو په تاریخ کې د اماراتي وګړو د ګډون ترټولو لوړه کچه بلل کېږي

د جایزې د امانتدارۍ د هیئت مشر او د دوبۍ د اسلامي چارو او خیریه فعالیتونو د ادارې عمومي مشر احمد درویش المهیري.وویل چې دا سیالي د هېواد دننه د بېلابېلو ملیتونو د غوره حافظانو د جذب لپاره پر یوه مهمې زمینې بدله شوې ده، او د ګډون زیاتوالی د حاکمیت هغه لېوالتیا څرګندوي چې د قرآني پروژو ملاتړ وکړي، څو داسې نسل وروزي چې د خداي تعالی پر کتاب بشپړ تسلط ولري.

ټاکل شوې ده چې د راتلونکي رمضان المبارکې میاشتې په ترڅ کې،د دوبۍ د واکمن او د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر د شیخ محمد بن راشد آل مکتوم، ترملاتړ لاندې، په یوه ځانګړي مراسمو کې د فاینالیسټانو او ګټونکو درناوی وشي؛ دا مراسم به د دغې سیالۍ د لوړې کچې او مقام څرګندونه کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4322483/

captcha