ایکنا – په غزې ښار کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ؛یوزړه ایران ؛«ایران همدل» نومې ولسی کمپاین په ګډون او د غزې د اهلالقرآن مؤسسې په همکارۍ د «سیدهاشم» قرآني مدرسه پرانیستل شوه.

د ایکنا د راپور له مخې، د «سیدهاشم» قرآني مدرسې د دې موخې لپاره بنسټ کېښودل شوی چې د غزې ماشومانو او زلمیانو ته دیني او تعلیمي زدهکړې پراخې کړي. په دې مدرسه کې زدهکوونکو ته په یو وخت کې قرآني درسونه او عمومي ښوونیز مضامین تدریس کېږي
د دې ښوونیز مرکز پرانیسته د جګړو ځپلو کورنیو او د غزې د مؤمنو خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوې ده.
دا اقدام د «ایران همدل» یا د ؛یوزړه ایران ؛ په نامې سره د فرهنګي او بشردوستانه فعالیتونو په لړ کې او د غزې د خلکو ترمنځ د مقاومت، هیله او روحي ځواک د پیاوړتیا په موخه ترسره شوی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4323241