
یکنا نیوزد مېډل ایسټ نیوز په حواله راپور راکړی، اسعد ترکی سواري، چې په پاریس کې د یونسکو د ملګرو ملتونو په تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې کې د عراق دایمي استازی دی، په یولړ څرګندونو کې ووئيل،هغه د یونسکو په مرکز کې د اسلامي هېوادونو د سفیرانو د ډلې په غونډې کې دوه وړاندیزونه کړي دي؛ یو د اسلام د سپېڅلي پیغمبر حضرت محمد(ص) د میلاد د ورځې د ثبت په اړه او بل د قرآن کریم د دوسیې په اړه، څو دا دواړه د یونسکو په نړیوال میراث فهرست کې شامل شي.
هغه ټینګار وکړ: له دغو وړاندیزونو څخه یو ئې د دې لپاره وړاندې شوی چې د حضرت محمد(ص) د میلاد د ورځې لمانځنه د نړیوالې حافظې (Memory of the World) په فهرست کې ثبت او ملاتړ ترې وشي.
سواري زیاته کړه: د دوهم وړاندیز، یعنې د قرآن کریم د دوسیې د ثبتیدا هدف دا دی چې د هغو کړنو مخه ونیول شي چې ځینې حکومتونه ئې اجازت ورکوي، څو توندلاري او افراط پال د نړۍ په عام محضر کې د قرآن کریم په سپکایو او شلولو یا سوځولو سره ددغه آسماني کتاب سپکاوی وکړي او په ښکاره ډول اسلامي امت له ننګونې سره مخ کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4323296