
ايکنانیوز د «دارالهلال» له قوله نقل کړی، د دې پروګرام نوې برخه د جمعې په ماښام (یعني د ليندۍ یا قوض د میاشتې په ۲۸مه) د مصر له سپوږمکيزو چینلونو خپره شوه. په دې برخه کې د قرآن کريم د نامتو مصري قاري شيخ مصطفی اسماعيل د قرآني خدمتونو درناوی وشو او نوموړی د اوسمهاله پړاؤ له سترو مصري قاريانو څخه وبلل شو، هغه قاري چې د خپل زړهراښکونکي او استادانه غږ له لارې يې ټوله اسلامي نړۍ تر اغېز لاندې راوستې ده.
په پروګرام کې دا هم وويل شول چې د مصطفی اسماعيل د قرآن غږ يو اسماني نعمت دی، چې د ښکلا او معنوي احساس له لارې زړونه متأثر کوي.
ورپسې د استاد مصطفی اسماعيل د ژوند، قرآني شخصيت او ميراث ته په اشارې سره وويل شول چې دغه خداي بخښلی مصري قاري د قرآن په تلاوت کې نوښتګر و، او د ځانګړي سبک یا سټایل خاوند و؛ داسې سبک چې د آيتونو ژور حفظ او د قرآن د معناوو دقيق درک ئې سره يوځای کړی و.
د الازهر د قرآن د بياکتنې د کمېټې ستاينه
راپورونه ښئي چې د « تلاوت حکومت » په نامې سره په پروګرام کې، د دې پروګرام وياند آيه عبدالرحمن د الازهر د قرآن د بياکتنې د کمېټې هڅو ته په اشارې سره، دغه مرکز د مصر په خاوره کې د خدای د کلام ساتونکی وباله.
هغه د شيخ حسن عبدالنبي ستاينه هم وکړه؛ نوموړی د قاضیانو د پلاوي غړی دی، چې خپل ژوند يې د خدای د کلام ساتنې ته وقف کړی او د الازهر د قرآن د ارزونې د کمېټې غړی هم دی.
د ماشوم قاري د ستاينې وړ تلاوت
د پروګرام له نورو برخو څخه يوه د مصري ماشوم قاري «محمد القلاجی» تلاوت و. نوموړي د تجويد د اصولو په بشپړ تسلط او ځانګړې وړتيا سره تلاوت ترسره کړ، چې د خلکو له پراخ هرکلي او د داورانو د کمېټې له ستاينې سره مخ شو.
د يادونې وړ ده چې د « تلاوت حکومت » نومې پروګرام د قرآن د ترتيل او قرائت د سترو وړتیاؤ پېژندونکو سياليو ته ځانګړی شوی، چې د «الحياة»، «CBC»، «الناس»، «مصر قرآن کريم» سپوږمکيزو چینلونو او د «watch it» پلېټ فارم له لارې خپرېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4323984/