
د یمن د انصارالله غورځنګ رهبر سید عبدالملک بدرالدین الحوثي د جمعې په ورځ په خپلې وینا کې وویل: د اوسنئ زمانې طاغوت چې د یهودیت، نړیوال صهیونیزم، امریکا، اسرائیلو، بریتانیا او د هغوی د تالی څټو او پلویانو په بڼه راڅرګند شوی، د بشري تاریخ تر ټولو خطرناک او ظالم طاغوت دی.
صهیونیستي رژیم د امریکا او لوېدیځ په ملاتړ په سیمه کې خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي
سید عبدالملک بدرالدین الحوثي زیاته کړه: صهیونیسټي دښمن د امریکا پشمول او د لوېدیځ په دوامدارو ملاتړونو سره ، په فلسطین او لبنان کې خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي او پر سورئې هم بریدونه کوي.
هغه وویل: د دې وژنو او یرغلونو پر وړاندې، دښمنان غواړي چې هېڅ غبرګون و نه ښودل شي او دا وضعیت عادي او د منلو وړ وګرځي.
د یمن د انصارالله غورځنګ رهبر د قدس د حالاتو په اړه وویل: وحشي صهیونیسټي رژیم هره ورځ د مسجدالاقصی سپکاوی کوي، چې دا د مسلمانانو له سترو مقدساتو څخه دی.
امریکا ماتې وخوړه
سید عبدالملک بدرالدین الحوثي وویل: پر یمن د امریکا بریدونه د دې لپاره وو چې زمونږ د ملت او پوځ ملاتړ له غزې څخه ودروي، خو سره له دې امریکا ناکامه شوه. امریکا د هر ډول وسلو په کارولو سره د فلسطیني ملت د ملاتړ په برخه کې زمونږ د پوځ نظامي عملیات ودرول شول . زمونږ پوځي عملیات تر هغه وخته روان وو چې د اوربند تړون اعلان شو، او امریکا به په راتلونکي کې هم دا ونه درول شي.
امریکا د ونزویلا د تیلی شتمنیو د نیولو په لټه کې ده
سید عبدالملک بدرالدین الحوثي د ونزویلا د حالاتو په اړه هم وویل: امریکا غواړي د ونزویلا د نړۍ تر ټولو سترو تېلي زېرمو واک ترلاسه کړي او د نشهایزو توکو پر ضد د مبارزې موضوع د پلمې په توګه کاروي څو پر دې هېواد کنټرول ټینګ کړي.
مونږ د شیطاني، ظالمو او جنایتکارو ځواکونو پر وړاندې ولاړ یو. امریکا، اسرائیل او نړیوال صهیونیزم حریص او مستکبر دي او هېڅ تړون او ژمنې ته پابنده نه پاتې کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4325150/