IQNA

عراقچي: کابل کې حاکم نظام شته، خو حکومت باید د خلکو پر اراده، عدالت او ګډون ولاړ وي

6:26 - December 29, 2025
د خبر لمبر: 3492232
ایکنا - طالبان سره د پولې امنیت، اوبه، نشه یي توکي او کډوالۍ برخه کې لویې ننګونې لري، چې د مدیریت لپاره یې خبرې اړینې بولي او ټینګار یې کړی چې د افغانانو او ایران ګټې خوندي شي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله ر اپور راکړ،د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي باور څرګند کړی چې، ټول افغانان باید د خپل راتلونکي برخلیک لپاره د حکومت په ټاکلو کې حق ولري.

عراقچي ټینګار کړی چې، که څه هم په کابل کې یو حاکم نظام شته، خو ایران باور لري چې حکومت باید د خلکو پر اراده، عدالت او ګډون ولاړ وي

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان اوسنی وضعیت د دې سبب شوی چې، ایران د طالبانو له “حکومت” سره رسمي اړیکې ونه لري، خو د شته واقعیت له مخې ورسره خبرې اترې کوي.

نوموړي ویلي، طالبان سره د پولې امنیت، اوبه، نشه یي توکي او کډوالۍ برخه کې لویې ننګونې لري، چې د مدیریت لپاره یې خبرې اړینې بولي او ټینګار یې کړی چې د افغانانو او ایران ګټې خوندي شي.

افغان طالبانو تر اوسه د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.

https://parstoday.ir/ps/news/event-i168920 - 

captcha