IQNA

د غزې په یوه کډوالو کیمپ کې د قرآن حافظانو د فارغ التحصیلۍ مراسم

15:14 - December 31, 2025
د خبر لمبر: 3492248
ایکنا - د غزې تړانګې په «المغازي»  کډوال کمپ کې د قرآن د حفظ د یوشمیر نجونو د فراغت یا د بشپړولو مراسم ترسره شول.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د سبأ نېټ په حواله ئې راکړی،لیکلي دي،د غزې تړانګې  د مرغومي په  ۸ ،د قرآن د حافظه نجونو د فراغت مراسم ولیدل، سره له دې چې له دوو کلونو څخه زیات وخت کېږي چې دا سیمه د صهیونیستي دښمن د جګړې او نسل‌وژنې لاندې ده.

دا مراسم د «المغازي» ښاروالۍ په هڅو او د غزې د مرکزي سیمې د اوقافو ادارې په همکارۍ، د «المغازي» په کډوالو کمپ کې ترسره شول او پکې یو شمېر چارواکي، د سیمې اوسېدونکي او د قرآن حافظانو کورنۍ ګډونوال وو.

دا پروګرام د هغه وروستي سپکاوي په غبرګون کې ترسره شوی چې څه موده وړاندې په امریکا کې د قرآن کریم پر وړاندې وشو.

مریم اسدودي، چې د غزې د مرکزي سیمې له چارواکو څخه ده، سبأ نېټ ته په خبرو کې وویل: سره له ټپونو، دردونو او ټولو هغو پېښو چې د فلسطین ولس، په ځانګړي ډول د غزې تړانګې  اوسیدونکي، ورسره مخ دی، دغو زده‌کوونکو ټینګار درلود چې پرته له ستړیا او کمزورۍ، د الله تعالی ټول کتاب حفظ کړي.

هغې زیاته کړه: د دغو حافظانو ډېری د شهیدانو او ټپیانو اولادونه دي، او د دوی هڅه، عزم او اراده د قرآن کریم د بشپړ حفظ لپاره د هغوی د بریا تر ټولو مهمه سرچینه ده، او بریا او ځواک د غزې د خلکو او د فلسطین د ملت برخه ده.

اسدودي ټینګار وکړ: دغو حافظانو، سره له درد او ټپونو، قرآن کریم د الله تعالی د نږدېوالي وسیله ګرځولې ده، او دا کار هغه بحرانونه نرموي چې دوی د صهیونیستي یرغل په پایله کې ورسره مخ دي.

هغې وویل: د قرآن کریم سپکاوی به فلسطینیان له قرآن څخه لرې نه کړي؛ د الله کلام تل زموږ په زړونو او ذهنونو کې دی، موږ به ترې لاس وانخلو او د فلسطین د خاورې له یوې وجبې څخه هم نه تېرېږو.

علاء ابوطالب، چې د المغازي د سیمې له قرآني مسؤلینو څخه دی، وویل: سره له دې چې جوماتونه ویجاړ شوي دي، دا کار د دغو زده‌کوونکو د هڅو مخه نه ده نیولې چې د الله کتاب حفظ کړي.

هغه ټینګار وکړ: د قرآن حافظان به دې لارې ته دوام ورکړي، ځکه چې قرآن د غزې د خلکو او د اسلامي امت د ژوند تګلاره ده.

https://iqna.ir/fa/news/4325927

captcha