IQNA

شهید سردار قاسم سلیمانی په حق غوښتنې او د مظلوم په دفاع کې بې بدیله بیلګه ؤ

6:38 - January 02, 2026
د خبر لمبر: 3492255
ایکنا د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د زړونو د سردار شهید جنرال  قاسم سلیمانی د شهادت د کلیزې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې د هغه د لارې دوام زمونږ د ټولو ملي او دیني دنده ده.ځکه هغه نه یوازې د ایران بلکې ددرستې نړئ د مظلومانو ملاتړی او د هغوی دحق غوښتونکی ؤ.

ایکنانیوز راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر مسعود پزشکیان دشهید  جنرال  قاسم سلیماني د شهادت د شپږمې کلیزې د لمانځغونډې په مراسمو کې وویل: مونږ د شهید سردار سلیماني ګران یاد، نوم او لاره لمانځو او ژمنه کوو،او ژمنه مو کړې ده،چې د دغو قدرمنو شهیدانو لارې ته  به په پوره قدرت سره دوام ورکوو، ځکه سردار سلیماني د اخلاقو، رښتینولۍ، زړورتیا، حق‌غوښتنې او د مظلوم د دفاع له پلوه په ټولو ډګرونو کې یو بې‌ساری بیلګه ؤ . هغه څه چې اوس ئې مونږ او تاسو  سره یو ځای کړي یوو، هماغه لاره ده چې باید پرې ولاړ شو، او دا لاره له دې قدرمنو  پرته بله نه ده.

 ډاکټر پزشکیان ټینګار وکړ: شهیدسردار قاسم سلیماني د مظلوم ملاتړی و، او دا ملاتړ یوازې د جنګ  په ډګر پورې محدود نه و؛ بلکې په هرې صحنې او هرې پېښې کې چې د هغه شتون ته اړتیا وه، بې‌منته، بې‌ادعا او بې‌نوم‌ونشانه به میدان ته ورتلو. همدا لامل دی چې هغه په ټولې نړۍ کې په یوه تلپاتې الګو بدل شوی او د زړونو سردار جوړ شوی ، تر دې چې نه یوازې په ایران کې، بلکې په ډېرو نورو هېوادونو او حتی د امریکا په دننه کې هم د دې ستر شخصیت د شهادت په مناسبت یادغونډې او مراسم ترسره شول او د هغه یاد یې ولمانځه.

هغه وویل: همدا روښانه ځانګړتیاوې دي چې سردار سلیماني ئې زموږ ټولو لپاره په یوې اخلاقي بیلګې بدل کړ، ځکه هغه له هېڅ لوري او ډلې سره تړاو نه درلود، او هېڅ ګوندي بهیر هغه ځان ته منسوب نه شو کړئ؛ ځکه هغه د خپل اروښاد امام په لاره روان و، د خپل رهبر اطاعت ئې کاوه او بې له هر ډول ادعا په ټولو صحنو کې حاضر و، او د ایران، د اسلامي هېوادونو، د مسلمانانو او د مظلومانو دفاع یې کوله.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  ټینګار وکړ: د امریکا او صهیونیستي رژیم کړنې په لوېدیځه اسیا او سیمه کې د حکومتی ترهګرۍ ښکاره بېلګه دي، ځکه دوی د دولتونو پر قدرت  تکیه کوي او د اسلامي ټولنو وتلي کسان، شخصیتونه او د ازادۍ غوښتونکي ترور وي. دا چلندونه د هغه ظلم او ستم اصلي څېره ښئي چې نن سبا  د دوکه ورکونکو شعارونو  سره  نړۍ ته وړاندې کېږي.

 هغه زیاته کړه: مونږ به  د مقاومت د شهیدانو او د مظلومانو د ملاتړ لارې ته  په پوره قدرت  سره دوام ورکوو، ځکه سردار قاسم  سلیماني د یووالي او همدلي الګو و. د هغه لپاره ئې هېڅ توپیر نه درلود چې څوک کُرد وي، بلوچ وي، عرب وي که عجم؛ ځکه هغه د مظلوم مدافع او د رهبر مطیع و، او د هېواد په هر ګوټ کې چې د هغه شتون ته اړتیا وه، تل حاضر او چمتو و.

هغه ټینګار وکړ: مونږ پر دې لارې باور لرو،دې  لارې ته  مو دوام ورکړی او دوام به  ورکوو، او نن هم په حکومت کې هماغه لاره تعقیبوو چې دغو قدرمنو تعقیب کړی وه، او په پوره قدرت او ځواک سره د ستمګرو او ظالمانو پر وړاندې ولاړ یوو.

https://iqna.ir/fa/news/4326424/

captcha