IQNA

د افریقا د ملتونو د فټپال جام د سیالیو په شپه د قرآن رڼا؛ د مصري فوټبالر د آرامښت راز

10:49 - January 08, 2026
د خبر لمبر: 3492282
ایکنا - هغه انځور چې د مصر د فټبالملي ټیم ستوری، محمد هاني،د افریقا د ملتونو جام د سیالیو له لوبو وړاندې د ذهني او روحي چمتووالي لپاره د قرآن کریم آیتونه تلاوت کوي، د مصري لوبغاړو د چمتووالي معنوي اړخ ته یې پام اړولی دی.

یکنا نیوز د صدی البلد په حواله زاپور راکوی، دغه آرام‌بخښونکې شېبې چې په ټولنیزو چینلونو کې یې پراخ انع   کاس موندلی، نه یوازې د لوبغاړي روحیه پیاوړې کوي، بلکې د رسنیو د فعالانو له خوا هم ستایل شوې دي؛ داسې اغېز چې ښايي د مصر د ملي ټیم د وروستیو بریاوو  یو لامل وشمېرل شي.

د مصر رسنیز فعال، عمرو الدردیر، د فېسبوک په خپل شخصي اکاونټ کې د مصر د ملي ټیم د ستوري محمد هاني ستاینه وکړه.

الدردیر د محمد هاني د قرآن د تلاوت انځور خپور کړ چې د بنین د ملي ټیم پر وړاندې د لوبې لپاره یې چمتووالی نیو، او ویې لیکل: «هاني! د خدای په هیله به د لوبې ستوری شې.»

د مصر ملي فوټبال ټیم د افریقا د ملتونو جام د یو ‌پر‌اته پړاو (۱/۸ پایلوبه) کې د بنین ټیم ته د ۳-۱ په پایله کې ماتې ورکړه او بل پړاو ته یې لار وموندله.

د مصر د ملي فوټبال ټیم سرمربی د خپلو خبرو په پای کې وویل: «له سبا څخه به د یو‌پر‌څلورم پایلوبې لپاره چمتووالی پیل کړو او د هر ټیم پر وړاندې لوبې ته چمتو یو. زه ۲۷ ستر لوبغاړي لرم او د طبي، اداري کادر او د ټیم د ټولو کارکوونکو مننه کوم.»

تر دې وړاندې هم د مصر د ملي ټیم د لوبغاړو یوه ویډیو خپره شوې وه چې هغوی پکې د مراکش په افریقائي  ملتونو جام کې د زیمبابوې د ملي ټیم پر وړاندې له لوبې مخکې په ګډه قرآن تلاوت کوي.

د ټورنمنټ په پیل کې د مصر د ملي ټیم د لوبغاړو له‌خوا د قرآن ګډ تلاوت پراخ غبرګونونه راوپارول.

قرآن‌خواندن فوتبالیست مصری پیش از بازی در جام آفریقا

د مصر لوبغاړو د زیمبابوې پر وړاندې له لوبې مخکې د چمتووالی  په وخت کې یو ځل سوره حمد او درې ځله سوره اخلاص ولوستله.

دا د قرآن د تلاوت دود اوس د دې ټورنمنټ په ترڅ کې د مصر د شتون  له مهمو ځانګړنو څخه ګڼل کېږي.

مصر د افریقا د ملتونو جام په خپلې لومړۍ لوبې کې د زیمبابوې پر وړاندې ولوبېد او وتوانېد چې دا سیال د ۲-۱ په پایله کې مات کړي.

د مصر ملي فوټبال ټیم د راتلونکي نړیوال جام په ګروپي پړاو کې د ایران سیال دی.

https://iqna.ir/fa/news/4327323 

captcha