IQNA

په غزې کې د نوزیږو زیږیدا تر څلویښت فیصدو پورې کمه شوې ده

7:30 - January 10, 2026
د خبر لمبر: 3492289
ایکنا-  د عربو خبری سرچینو  په یولړ راپورونو کې  وئيلي دي، په غزې تړانګې کې په تیرو دوو کلونو کې ددغې سیمې د ډيرو ترینګلو شرائطو په دلیل  د نوزیږو د زیږیدا تر څلویښت فیصدي کمیدا شاهدان یوو .

ایکنانیوز دالعربیه ټيلیویژني چینل له قوله راپور راکړ، په دې اړه په یوه خصوصي راپور کې وئیل شوي دی چېد فلسطین خلکو باندې د صهیونیسټي وحشي رژيم ددباؤنو زیاتیدا او خوراکي مرستو دمخنیوي  او فلسطینیانو ته د طبي امکاناتو د نه رسیدا ، دطبي اوروغتیا ئي امکاناتو د کمښت  او د خوړو د کمښت  او لوږې زیاتیدا په دغې مظلومې سیمې کې د نوریږو د زیږیدا د  کمښت ترټولو مهم عوامل دي.

ددغه چینل په راپور کې وئيل شوي دی ددغې سیمې نامناسبو حالاتو ته په پام سره د جنین سقط هم ترپام وړ پورې زیات شوی دی او ډیری مئيندې خپل  ماشومان  د امیندوارئ په دوران کې  د جنګي شرائطو اود غه راز د ناوړه خوړو  په دلیل له لاسه ورکوي او له بل پلوه  د روغتونونو د تخریب  او د طبی مرکزونو د خرابیدو په دلیل امیندوارې میئندې دمرګ له خطرې سره لاس او ګریوان دي.

په غزې کې د روغتیائي چارود وزارت  عمومی مدیر منیر البرش  دمرغومې د میاشتې په پیل کې  په یولړڅرګندونو کې وئيلي وو،صهیونیسټي وحشي رژيم د تیریو له هماغه پیل راهسې فلسطینی ماشومان  په نښه  کړي دي . دغه تیریګر او وحشي رژيم په یوه پلان شوي سیاست کې همیشه  د فلسطینیو ماشومانو د د طبیعي ودې او د سلامتیا ژوند په نښه کړی دی.

هغه ټينګار  وکړ ، نیواکګر وحشي رژیم   دغه راز د امیندوارو میئيندو او ماشومانو لپاره داساسی خوړو د بشپړونکو شیانو مخه نیولې ده. البرش ووئيل، نیواکګر او تیریګر رژیم  په غزې کې د نوزیږو، د سلامتیا او دماشومانو د  ودې لپاره نیغ په نیغه جدي ګواښ دی.

دغزې د روغتیائي چارو وزارت عمومی مدیر په دوام کې ووئيل، روښانه  نښې  شته چې ښئ چې صهیونیسټي رژيم  په راتلونکې کې هم د فلسطینیانو د ډيموګرافي راتلونکی (یعني د عمر  ، جنس ،توکم ،ملیت ،داوسیدو دځاي  په څير د نفوسو د پيژندګلوئ ځانګړنې) په نښه کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4327823/

captcha