
ایکنانیوز د المینار چینل له قوله راپور راکړ، د لبنان دحزب الله غورځنګ عمومي منشي شیخ نعیم قاسم د ایران د اسلامی جمهوریت له خارجه وزیر عباس عراقچي سره په کتنې کې ووئيل؛د نیواکګرو د ویستلو ، او د تیریو د دریدلو او د هیواد دبیا رغونې او د بندیانو د خوشي کیدا لپاره به له پوځ او حکومت سره خپلې ملګرتیا ته دوام ورکړي.
د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشي له دې مخکې هم په یولړ څرګندونو کې د لبنان اوسنیو حالاتو ته پّ اشارې سره روښانه کړې وه ،لبنان نن سبا د بې ثباتۍ د طوفان په مرکز بدل شوی دی او ددغه وضعیّت اصلي عامل امریکائي سلطه ګر او وحشی صهیونیسټي رژیم دی ،امریکا د فساد او دهغود سرغنو څخه په ملاتړ سره له ۲۰۱۹ کال څخه د لبنان د اقتصادي حالاتو د ترینګلتیاؤ ته مخه کړې ده او اوس هم د هیواد په ډيرو اورګانونو او ځایونو مسلط دي.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې په لبنان د صهیونیسټي رژيم تیري حتی د ۲۰۲۴کال له موافقې وروسته هم نه دی دریدلي ، ټينګار وکړ، حزب الله او اسلامی مقاومت د نورو ډلو په ملګرتیا سره ، د لبنان دپوځ ملاتړ او د ولس په پشتیبانۍ سره هیواد آزاد کړ ا و مقاومت، پارلیمان او دحکومت او دغه رازپه عمومی ډګر کې ددغه غورځنګ لاره تل ځلیدلې او په خلوص مشتمله ده.
له هغې موافقې یو کال وروسته چې ټآکل شوې وه، د لبنان په ضد د صهیونیسټي رژيم جنګ دروي، تیریږي ، خو میداني واقعیَت د لبنان د مځکنئ بشپړتیا په ضد د موافقې په زرګونو ځله خلاف ورزیو سره د دغه رژيم د حملو له دوام پرته بل څه نه دي.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر چې لبنان ته په سفر تللی دی، پرون ئې د لبنان له خارجه وزیر سره کتنه او خبرې اترې کړي دي ،په دغې کتنې کې دواړو لورو د مشترکو ګټو او دمتقابل احترام په احساس ددواړو هیوادونو د سلامشورو پر پیاوړتیا ټينګار وشو.
https://iqna.ir/fa/news/4327851