
ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله رآپور راکوي،د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف چې په سیمه کې د امریکا له مداخلهکوونکو سیاستونو سره سخت مخالف دی، د ایران په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر دوهګوني چلند او د صهیونیسټي رژیم پر دوامداره ملاتړ غبرګون وښود.
د پارسټوډې له مخې، آصف په ایکس (X) ټولنیزه شبکه کې په خپل رسمي حساب کې د سولې په اړه د ټرمپ ریاکارۍ ته اشاره وکړه او ویې لیکل چې د امریکا ولسمشر کولای شي په غزه کې مداخله وکړي او د فلسطینیانو د قتلعام مخه ونیسي.
د پاکستان دفاع وزیر زیاته کړه: ټولې نړۍ د فلسطینیانو د نسلوژنې او د اسرائیلو د تېري پر ضد یوه خوله ده، خو د دغو لاسوهنو او جنایتونو د بندولو پر ځای لا هم اسرائیلو ته وسلې ورکول کېږي او په غزه کې د وژنو ملاتړ روان دی.
په وروستیو ورځو کې په ایران کې د اقتصادي وضعیت پر ضد سولهییز لاریونونه وشول، خو نفوذي ترهګرو په دې لاریونونو کې د ننوتلو له لارې، دا اعتراضونه د تاوتریخوالي او ګډوډۍ پر لور واړول. شنونکي وایي چې د دغو نفوذي ترهګرو درې موخې دي: په ایران کې د ناامنۍ رامنځته کول، پر خلکو د ژوندانه فشار، د خلکو وژل، او د دولتي ټولنیزو خدمتونو ګډوډول.
https://parstoday.ir/ps/news/world-i169460