IQNA

د پاکستان سیاستوالان وائي؛ اسلامي نړۍ باید د ایران تر څنګ ودرېږي

6:52 - January 14, 2026
د خبر لمبر: 3492315
ایکنا – د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ف څانګې د  مشر پشمول ددغه هیواد زیاتره سیاستوالانو، د ایران پر ضد د امریکا او اسراییلو ګواښونه وغندل او د اسلامي نړۍ له لوري ئې د اسلامي جمهوریت ایران د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.

ایکنانیوز د پارس ټوډې فارسی څانګې له قوله راپور راکوي،د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ف څانګې مشر مولانا فضل‌الرحمان،  د امریکا او اسراییلو د ګواښوونکو کړنو په غبرګون کې د ګډ دفاعي سنګر د پیاوړتیا غوښتنه وکړه او وې ویل: اسلامي نړۍ باید په دې سخت پړاو کې د ایران تر څنګ ودرېږي.

په راپور کې وئيل شوي دي، مولانافضل‌الرحمان په لاهور  ښار کې په خپلو یو لړ  څرګندونو کې وویل: اوس د پیاوړي اسلامي یووالي د نندارې وخت دی او مونږ ټول باید په یوه ګډ سنګر کې دغو ګواښونو ته ځواب ووایو.

هغه زیاته کړه: اسلامي نړۍ باید د یوه ګډ دفاعي تړون تر چتر لاندې سره راټوله شي.

سراج الحق: د پاکستان او طالبانو ترمنځ جګړه له لېونتوب پرته بله مانا نه‌لري  | افغانستان انټرنشنل پښتو

په عین  حال کې، د پاکستان د جماعت اسلامي پخواني مشر سراج‌الحق د ایران پر ضد د ټرمپ د ګواښوونکو څرګندونو په غندلو سره وویل: د ایران پر ضد د برید په اړه د امریکا د ولسمشر بې‌ځایه خبرې ، د امریکایانو هماغه پخوانۍ دسیسه ښئي چې غواړي د نورو خپلواکو هېوادونو د تېلو زېرمې لوټ کړي.

هغه زیاته کړه: اوس وخت رارسیدلی چې ټول اسلامي هېوادونه د ورور هېواد ایران تر څنګ ودرېږي او دپاکستان پشمول  مونږ ټول مسلمانان، باید د اوسني وضعیت په اړه هوښیار واوسو.

سراج‌الحق ټینګار وکړ: اسلامي نړۍ باید یوازې په سیاسي  مانورو او لفظي غندنو بسنه ونه کړي، بلکې عملي اقدامات وکړي.

پاکستان:- علیمہ کی گرفتاری ہوئی تو ردعمل ہوگا:علی محمد خان

همدارنګه د پاکستان د پارلماني چارو پخواني وزیر او د تحریک انصاف ګوند  اوسنی پارلیمانی غړي، علي محمد خان هم  وویل: مونږ   د خپل ورور او اسلامي هېواد ایران تر څنګ د هر ډول بهرني یرغل او د پردیو له لوري د ملاتړ شوو دسیسو  پر وړاندې درېږو.

هغه ټینګار وکړ: د ایران  د اسلامي جمهوریت حاکمیت به په هېڅ صورت د معاملې وړ نه وي.

مشاهد حسین سید: رئیسی دوست خوب پاکستان بود - اندیشکده اقبال

سیاسي شنونکی او د پاکستان د مشرانو جرګې د دفاعي چارو د کمیشن پخوانی مشر مشاهد حسین سید،  د اسلام‌اباد له جیو نیوز ټیلویژني چینل سره په مرکه کې وویل: امریکا باید پوهه شي چې ایران ونزوئلا نه دی، او د خلکو د پارولو او پر اسلامي جمهوریت د دباؤ د اچولو  هڅې به له ماتې سره مخ شي.

هغه ټینګار وکړ: پاکستان باید د ایران د یووالي، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا تر څنګ ودرېږي، د هر ډول رژیم  چینج یا پوځي انتخاب مخالفت وکړي او بهرنی لاسوهنه رد کړي.

دکتر زمرد اعوان استاد مطالعات راهبردی دانشگاه «فورمن کریستین» در پاکستان

د پاکستان د  پوهنتونونو یوې پروفسیرې  د ایران په کورنیو چارو کې د لوېدیځ د لاسوهنې او پلمو  لټوَنو باندې په نیوکې  سره ټینګار وکړ چې د ایران خلک به هېڅکله بهرني دباؤ ته تسلیم نه شي.

ډاکټر زمرد اعوان، چې په پاکستان کې د «فورمن کرسچیّن» پوهنتون د سټراټیژیکو مطالعاتو پروفسیره ده ، د لوېدیځوالو په هغو هڅو د خواشینۍ په څرګندولو سره چې غواړي د ایران کورني مسایل مصادره کړي او د سیمې د سولې او ثبات د خرابولو لپاره پلمې جوړې کړي، وویل: د ایران خلک هېڅکله بهرني دباؤ ته  نه دي تسلیم شوي او لوېدیځ باید له خپل تېر تاریخ څخه عبرت واخلي.

   میرمن زمرد  اعوان پرون په  یولړ څرګندونو کې وویل: لوېدیځوال باید د ایران د اسلامي جمهوریت  د خلکو او حکومت غوښتنو او لیدلورو ته درناوی وکړي

https://parstoday.ir/fa/iran-i34046

captcha