
یکنا نیوز راپورراکوي، قرآني ټولنې د امريکائي صهیونیسټي صفته داعشي عناصرو له خوا په وروستیو غمیزو او پيښو پسې چې د امنیت د ساتونکو عامو سلګونو کسانو د شهادت او ټپي کیدا سبب شوي، همداراز د قرآن ،جوماتونو او مذهبی ځایونو په سپکاویو کې د غیر انساني بلواګرو د سپيرو اقداماتو سبب شوي،په تهران کې ستره غونډه جوړه کړي.
دغه غونډه د د قرآن د استاذانو،قاریانو، حافظانو او قرآنی فعالانو او مینه والو په شتون سره له قرآن اوعترت سره د انس دمحفل په چوکاټ کې ترسره کیږي.
دغه پروګرام به د جمعې ورځې یعني د مرغومې یا جدې د ۲۶ نیټې سهار لس بجو څخه د تهران د ابوذر چوک په ابوذر جامع جومات کې ترسره شي.
ابوذر جامع جومات چې د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ۱۳۶۰ لمریز کال د غواي یا تیر د میاشتې په شپږمه د وینا په وخت د فرقان ترهه ګرې ډلې ل خوا ترور شوی ؤ،تیره اونئ بلواګرو له سپيرو او غیر انساني یرغلونو سره مخ شو او په اور کې وسوځید.
https://iqna.ir/fa/news/4328516