IQNA

طالبانو په افغانستان کې کابو ۲۱ زره دیني مدرسې جوړې کړي دي

14:35 - January 15, 2026
د خبر لمبر: 3492319
ایکنا- د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ادعا وکړه چې عصري زده کړو ته هم پام شوی او په خبره یې ۱۲ میلیونه زده کوونکې په ښوونځیو کې عصري علوم زده کوي او ښوونیز نصاب هم اصلاح شوی دی.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو  د حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، د جنورۍ په ۱۲مه په کندهار کې په یوې دینې مدرسې کې د وینا پر مهال وویل چې په دې مدرسو کې نږدې دوه نیم میلیونه کسان د دیني علومو په زده کړو بوخت دي.

نوموړي دغه شان ادعا وکړه چې عصري زده کړو ته هم پام شوی او په خبره یې ۱۲ میلیونه زده کوونکې په ښوونځیو کې عصري علوم زده کوي او ښوونیز نصاب هم اصلاح شوی دی.

طالبانو په افغانستان کې واک ته تر بیا ځلې رسېدو وروسته له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په وړاندې د عصري زده کړو دروازې تړلي چې له امله یې ګڼو نجونو د د زه کړو لپاره دینې مدرسو ته مخه کړې، خو د روان کال په زمري میاشت کې داسې راپورونه هم خپاره شول چې د نجونو پر مخ ځینې دینې مدرسې هم تړل شوي دي.

په همدې حال کې د زده کړو د برخې یو شمېر فعاله خبرداری ورکوي چې عصري علومو ته له متوازنې پاملرنې پرته یوازې په دینې مدرسو او مذهبي بنسټونو تمرکز کولای شي د ځوان نسل او هیواد په راتلونکې منفي اغېز وکړي.

له دې وړاندې، نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو په پرله‌پسې ډول خبرداری ورکړی چې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه او په افغانستان کې د دیني مدرسو پراختیا کولای شي د افراطیت د پیاوړتیا لامل شي.

د راپورونو له مخې، د تیر جمهوري نظام پر مهال په افغانستان کې شاوخوا پنځه زره دیني مدرسې فعالې وې، چې له دې ډلې یوازې ۱۲۰۰ مدرسې د پوهنې وزارت سره ثبت شوې وې.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i169562 

captcha