
ایکنانیوز د mohesr.gov له قوله راپور راکړ، د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوداني،د قرآن د ملي ورځې د مرکزي جشن په مراسمو کې چې د بغداد په پوهنتون کې د مبعث د کلیزې په مناسبت جوړ شوي وو، وینا وکړه.
هغه وویل: عراقیانو ځکه توان موندلی چې تر ټولو سختې بلاوې او کړاوونه شاته پرېږدي، چې قرآن کریم د هغوی په زړونو او وجدانونو کې ژوندی شتون لري.
د عراق د لوړو زدهکړو او علمي څېړنو وزیر، نعیم العبودي، هم په دې مراسمو کې وویل: د ټولو، په ځانګړي ډول د پوهنتونونو، دا مسئولیت دی چې د اسلامي ارزښتونو او قرآني فعالیتونو د پوهاوي په برخه کې دوامداره رول ولوبوي.
هغه زیاته کړه: د عراق د لوړو زدهکړو او علمي څېړنو وزارت له دوه نیمو کلونو راهیسې د قرآن حافظانو محصلینو لپاره د ځانګړي چینل (برخې) له لارې د پوهنتونونو منل او د هغوی د تحصیلي فیس کمول پیل کړي، چې موخه یې د قرآن د مقام لوړول، د منځلاریتوب کلتور پیاوړی کول، او په نړۍ کې د تاوتریخوالي او کرکې پارونې پر وړاندې مبارزه ده.
د یادونې وړ ده چې د عراق د وزیرانو شورا د قرآن کریم د نړیوالې ورځې د ستر کمپاین په لړ کې، د رجب میاشتې ۲۷ د «قرآن ملي ورځې» په توګه ونوموله.
دا نوماېښودنه د رسول اکرم ﷺ د مبعث او د اسراء او معراج د کلیزې په مناسبت ترسره شوه، او عراق لومړنی هېواد دی چې دا ورځ ئې په خپل کلني تقویم کې د ملي او اسلامي ورځو د یوې برخې په توګه ثبت کړې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4329009