IQNA

د مذهبونو د نزدیکیت د نړیوالې ټولنې عمومي منشي د اسلامي امت د یووالي پر اړتیا ټینګار وکړ

15:16 - January 20, 2026
د خبر لمبر: 3492337
ایکنا - د اسلامي مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومي منشي، حجت‌الاسلام حمید شهریاري،  د فلسطین د مسئلې پر وړاندې د اسلامي نړۍ د حساسیت د ساتلو پر اړتیا ټینګار وکړ.

 ایکنا  نیوز د اسلامي مذ هبونو د نږدېوالي د ټولنې  د عامه اړیکو په حواله راپور راکړی،، نوموړی چې د یو شمېر ایرانيو علماوو او مفکرانو سره یو ځای د «د اسلامي امت یووالی او فلسطین» تر عنوان لاندې په هغه کنفرانس کې د ګډون لپاره، چې د فلسطین د ملاتړ کوونکو بنسټونو په همکارۍ ترسره کېږي، کوالالامپور ته رسېدلی، وویل: نن سبا اسلامي نړۍ د تاریخ په یوه حساس  پړاو کې ولاړه ده، او نړیوال استکبار د امریکا په مشرۍ او د صهیونیسټي رژیم په ملتیا هڅه کوي چې خپله برلاسي (باؤؤ) په پوځي، سیاسي، کلتوري او اقتصادي برخو کې وساتي.

د اسلامي مذهبونو دنزدیکت  د نړیوالې ټولنې عمومي منشي زیاته کړه: په داسې شرایطو کې اړینه ده چې ټولې کلتوري برخې، په ځانګړي ډول په نړیواله کچه، فعالې شي او د  یوه واحد اسلامي امت د آرمان پر لور، چې قرآن کریم پرې ټینګار کړی، حرکت وکړي، څو د نوې اسلامي تمدن د رامینځته کېدو زمینه برابره شي.

حجت‌الاسلام شهریاري د فلسطین د ولس د ملاتړ په برخې کې د اسلامي هېوادونو رول ته په اشارې سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت لیدلوری ټولو اسلامي هېوادونو ته متوجه دی، او په دې لړ کې ملایشیا له هغو هېوادونو څخه ده چې تل یې د فلسطین د خلکو په ملاتړ کې مخکښ رول لوبولی دی. اوس یو مناسب فرصت رامنځته شوی دی چې ایران او ملایشیا د نورو اسلامي هېوادونو تر څنګ، د فلسطین ولس ته د اغېزمنو مرستو د پراخولو زمینه برابره کړي.

د «اسلامي امت یووالی او فلسطین» تر عنوان لاندې د سیمه‌ییز تقریب کنفرانس به په کوالالامپور کې ترسره شي، چې پکې به د ایران یو شمېر علما، د اسلامي مذهبونو د نږدېوالي د نړیوالې ټولنې  د عمومي اسمبلې غړي، او له ملابیشیا او د سیمې له نورو هېوادونو څخه د فلسطین په مسئلې کې له سلو څخه زیات مخکښ د نزدیکت دټولنې  شخصیتونه او فعالان ګډون ولري.

https://iqna.ir/fa/news/4329234

captcha