IQNA

    د قرآن یو استاد:

په جوماتونو کې به خپل شتون لا زیات کړو (فیلم)

13:03 - January 25, 2026
د خبر لمبر: 3492353
ایکنا -علي‌اکبر حنیفي وویل: سوځول شوی جومات بیا رغېدلی شي، او کله چې هغه له سره جوړ کړو، باید په دې ځای کې خپلې کړنې او فعالیتونه لا ډېر کړو. اوس دا یو فرصت دی څو وښایو چې جومات زمونږ زړه او روح دی.

 د ایکنا د راپور له مخې، د قرآن کریم مدرس او د سیالیو قاضی، علي‌اکبر حنیفي، د وروستیو ناارامیو او بلواوو پر مهال د هېواد د ځینو جوماتونو د سپکاوي او زیانمنېدو په غبرګون کې چې د امریکایي ـ صهیونیستي ترهګرو عناصرو پ لارښونو او د ځینو غولېدلو کسانو په لمسونو ترسره شوي،یو پیغام خپور کړی، چې ستاسو خدمت ته ئې  لوستو او لېدو ته وړاندې کوو:

«بسم الله الرحمن الرحیم

لَمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَی التَّقْوی‏ مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَنْ تَقُومَ فِيهِ ...؛

بې شکه هغه جومات چې له لومړۍ ورځې ئې پر تقوا ولاړ بنسټ کېښودل شوی وي، ډېر وړ دی چې ته پکې ودرېږې او عبادت وکړې (توبه/۱۰۸)

جوماتونه د دین مرکزونه دي.

د عبدالله بن زبیر د واکمنۍ پر مهال په مکې کې، د یزید بن معاویه په امر کعبه په اور وسوځول شوه، خو بیا هم د مکې ښار او د مسلمانانو قبله پر ځای پاتې شوه. د حضرت فاطمةالزهرا (سلام الله علیها) کور ئې وسوځاوه، خو د اهل بیت نوم او د هغوی لاره پاتې شوه.

سوځول شوی جومات بیا رغېدلی شي، او کله چې ته هغه بیا جوړ کړې، باید پکې خپل فعالیتونه لا ډېر کړې؛ یعنې همدا اوس دا یو فرصت دی چې مونږ وښایو جومات زمونږ زړه او روح دی.

مسجد

مؤمن په جومات کې د اوبو په منځ کې د کب په شان دی؛ جومات د مؤمن کور دی، جومات زموږ هر څه دي؛ زموږ حرم دی. له دې پېښې او سپکاویو وروسته، ټول ځوانان او د ټولنې ټول وګړي باید پوهه شي چې د جومات د ساتنې لپاره څومره وینې تویې شوې او څومره پانګې سوځېدلې دي. نو خلک دې د جماعت لمونځونو او د جوماتونو په پروګرامونو کې د ګډون له لارې د جوماتونو قدر وپېژني. هر څوک چې له دې پېښې خواشینی دی، باید په جوماتونو کې خپل شتون لا زیات کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4328816

captcha