IQNA

د «د هیلو آیتونه» نومې ټولګې څخه د اسراء سورې د ۸۱ آیت ګډ تلاوت(فیلم)

14:05 - January 26, 2026
د خبر لمبر: 3492361
ایکنا - د اسراء سورې ۸۱ آیت د «د هیلو آیتونه» په عنوان  سره د ۱۴ آیتونو له مجموعې څخه یو دی، چې د «محمد رسول‌الله ﷺ» د مداحئ ډلې د جمکران په جومات کې په ګډه تلاوت کړی دی.

د ایکنا د راپور له مخې، د «محمد رسول‌الله ﷺ» د تواشیحو  او مداحئ ډلې په خپلو وروستیو تولیداتو کې، د  جمکران مقدس جومات ته په ورتګ سره او د بشریت د ژغورونکي، حضرت امام مهدي موعود (عج) د نیکمرغه میلاد  د کلیزې په مناسبت، د «د هیلو آیتونه» په نوم د ۱۴ آیتونو ګډ تلاوت ترسره کړی دی؛ هغه آیتونه چې د حق د واکمنۍ د بریا، د طاغوت د له منځه تلو او په نړۍ کې د عدل او مساوات د ټینګښت مفاهیم لري.

د  اسراء مبارکې سورې  ۸۱ آیت د دغو ۱۴ آیتونو له ډلې څخه دی، چې د دې آیت د ګډ تلاوت ویډیو د دې ټولګې د دوهم آیت په توګه خپره شوې ده.

﴿وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ ۚ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا﴾

او وایه: حق راغی او باطل له منځه ولاړ؛ بې‌شکه باطل له منځه تلوونکی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4330149/

captcha