IQNA

د امریکا دګواښونو په وړاندې د ایران دډیپلماټیکو او فوځي چارواکو خبرداری(مقاله)

15:02 - January 27, 2026
د خبر لمبر: 3492369
ایکنا -  د ایران ډیپلماټیک او فوځي چارواکو د امریکا د ګواښونو په وړاندې د خبرداری په ورکولو سره، د مخنیوونکې تیارسئ او د دښمن د خوځښتونو د څار په ضرورت ټینګار کړي دي.

یکنانیوز د  پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د امریکا او د هغې د متحدینو د ګواښونو پر وړاندې، د ایران د اسلامي جمهوریت د رسمي دریځونو په دوام کې  پوځي چارواکو، ډیپلوماټانو او لوړپوړو سیاسي شخصیتونو د څرګندو بیانونو او اعلامیو په خپرولو سره، د هیواد د ملي امنیت او سیمه ییز ثبات د دفاع لپاره په هر اړخیزې چمتووالي ټینګار وکړ. په دې مقالي  کې چې د پارس تودې لخوا وړاندې شوې، د امریکا د ګواښونو پر وړاندې د ایران رسمي دریځونه څیړل شوي چې د ملي یووالي روښانه انځور او د اسلامي جمهوریت مخنیوونکې استراتیژي څرګندوي، چي تاسو یې لوستلای شئ:

په ګواښونو پوره نظارت او د خاتم الانبیا (ص) د قرارګاه خبرداری

د خاتم‌الانبیاء(ص) په مرکزي قرارګاه کې یو لوړپوړی پوځي چارواکی د امریکا او صهیوني رژیم پوځي تحرکاتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه نه یوازې عملي اقدامات، بلکې د ملي امنیت پر وړاندې د هر ډول ګواښ لومړنۍ بڼه په دقیق ډول څاري او اجازه به ورنه کړي چې د ناڅاپي برید یا "محدود او چټک عملیات" پر بنسټ سناریوګانې عملي شي. دغه لوړپوړي پوځي چارواکي ټینګار وکړ چې د ایران په شاوخوا کې د بهرنیو ځواکونو تمرکز او میشتېده، د مخنیوونکي ځواک د رامینځته کولو پر ځای، خپلو ځانو ته د زیان اړولو زمینه زیاتوي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دائمي استازی او سفیر «امیرسعید ایروانی» د ایران پر ضد د ټرمپ د پرله پسې ګواښونو په غندلو سره وویل: امریکا په دوامداره توګه هغه هېوادونه چې خپلواک حکومتونه لري ګواښي چې پرې برید کوي او ځمکه یې لاندې کوي او امنیت شورا باید دغه اقدامات په زغرده د ملګرو ملتونو له منشور څخه د سرغړونې په توګه اعلان کړي. په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر ټینګار وکړ چي د برید او د فوځي مداخلې ګواښ، د ملي واکمنۍ د اصل او د نړیوالې سولې سره په ټکر کې دی.

د ټرامپ له چلند څخه د اسلامي بېدارۍ نړیوالې ټولنې د سرمنشي ارزونه

په همدې حال کې، د اسلامي بيدارۍ د نړيوالې ټولنې عمومي منشي «علي‌اکبر ولايتي»  په يوه بيان کې د امريکا د ولسمشر د قدرت تږې او په عين حال کې محافظه کارانه روحیې ته اشاره وکړه او ټينګار يې وکړ: تجربه ښودلې چې د امريکا ولسمشر د واقعي مقاومت په وړاندې، په ځانګړې توګه د يمن په قضيه کې، شاتګ ته اړ شوی او که د ماتې احساس وکړي، ژر تسليمېږي.

 

  ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواکونو قوماندان امیر دریادار «شهرام ایرانی» د دې په بیانولو چې د ایران سمندري ځواک د سیمې د ثبات په مرکز بدل شوی دی، ویې ویل: په ازادو اوبو کې د ایران د بیړۍ ځواکمن حضور د مواصلاتي لارو د امنیت د تامین ترڅنګ، نړیوال قدرت په نوې هندسه کې د ایران اسلامي جمهوریت ځایګی تثبیت کړی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواکونو قوماندان امیر دریادار «شهرام ایرانی»

 

د ایران اسلامي جمهوریت سفیرانو او ډیپلوماتانو په یوه اعلامیه کې د امریکا د ولسمشر سپکې او ګواښونکي څرګندونې وغندلې او د اسلامي انقلاب د مشر لارښوونو ته د ډیپلوماتیکې ادارې د بشپړه ژمنتیا او د واشنګټن د مداخلت پالیسۍ پر وړاندې د مقاومت پر دوام یې په ضرورت یې ټینګار وکړ.

 https://parstoday.ir/ps/news/iran-i170040-

captcha