
د ایکنانیوز د راپور له مخې، دا سیالۍ به د ۲۰۲۶ کال د اپرېل له ۲۷ تر ۲۹ (د راتلونکي کال د غواړي یا ثور له ۷ تر ۹ ) پورې ترسره شي. په همدې لړ کې د کوفې پوهنتون یو پلاوی د امام حسین(ع) د سپېڅلي آستان د دارالقرآن له چارواکو سره وکتل.
د کوفې پوهنتون د دوامدارو زدهکړو د مرکز مشر رزاق عبدالامیر الطیار د دې پلاوي مشري کوله، او ورسره هغه مقدماتي کمېټې هم شاملې وې چې د پوهنتونونو د محصلینو د نړیوالو قرآني سیالیو د ترسره کېدو چارې سمبالوي؛ دا سیالۍ به د ۲۰۲۶ کال د اپرېل له ۲۷ تر ۲۹ پورې په همدې پوهنتون کې ترسره شي.
د کوفې پوهنتون د حقوقي زدهکړو د پوهنتوني مرکز مشر، علي طالب،وویل:
د امام حسینؑ د سپېڅلي آستان د دارالقرآن د برخې مشر، شیخ خیرالدین علي الهادي،د هغه مرستیالانو، او همدارنګه د دې آستان د قرآني رسنیز مرکز مشر، وسام نذیر الدلفي، د کوفې پوهنتون د پلاوي هرکلی وکړ.
هغه زیاته کړه:په دې لیدنه کې د سیالیو د ترسره کېدو څرنګوالی، د ګډونوالو د استوګنې ځایونه، د سیالیو وخت، او همدارنګه د قاضیانو، څارونکو او تدارکاتي کمېټو د فعالیت بهیر وڅېړل شو.
په دغې ناستې کې دا هم ټینګار وشو چې په کوفې پوهنتون کې به د دې نړیوالو سیالیو لومړۍ مرحله په دوو پړاوونو کې ترسره شي:
لومړی پړاوبه (مقدماتي) د عراق د ټولو پوهنتونونو، د اسلامي هېوادونو د یو شمېر پوهنتونونو او همدارنګه د ځینو عربي هېوادونو د پوهنتونونو په ګډون ترسره شي، او وروستی پړاو به د ۱۰ هېوادونو او د عراق د ۱۰ پوهنتونونو په ګډون ترسره کېږي.
سیالۍ به د ارزونې له پړاو وروسته د کوفه پوهنتون دننه ترسره شي، او دا قرآني بهیر به د ټاکل شوې مهالوېش له مخې د امام حسینؑ په سپېڅلي حرم کې پای ته ورسېږي.
علي طالب په پای کې ټینګار وکړ چې د پاتې جزییاتو د نهائي کولو لپاره د راتلونکو ناستو دوام ډېر مهم دی، او دا ډول ناستې به د دې مبارکو نړیوالو قرآني سیالیو د بریا لامل شي.
https://iqna.ir/fa/news/4331334/