
ایکنا نیوز د «القاهره ۲۴» له قوله راپور راکوي، دا سیالۍ د جمعې په ورځ د قرآن کریم د ۴۲ حافظانو او مداحانو ګډونوالو په ګډون، چې د نړۍ له ۳۰ بېلابېلو هېوادونو څخه ورغلي دي، رسماً پیل شوې. دا پړاو د مرحوم مصري قاري شیخ محمود علي البنّا د تلپاتې خدمتونو د درناوي په موخه، د هغه په نوم نومول شوی دی.
د سیالیو د لومړۍ ورځې په پروګرامونو کې د پورټ سعید ولایت په «السلام» جومات کې د جمعې لمونځ ادا کول، او همدارنګه د دې ولایت په یو شمېر مېدانونو او سړکونو کې د قرآن بېلابېل تلاوتونه، دیني مداحي او مذهبي سرودونه شامل وو.
د پرانیستې رسمي مراسم د ماښام په ۶ بجو د ځايي وخت له مخې، د مصر د اوقافو وزیر، د پورټ سعید والي محب حبشي، د الازهر مسؤلینو او یو شمېر لوړپوړو چارواکو په ګډون ترسره شول، او دا مراسم د مصر د ملي تلویزیون له لوري په ژوندۍ بڼه خپاره شول.
دا قرآني بهیر د مصر د صدراعظم مصطفی مدبولي او د پورټ سعید د مرستیال والي عمرو عثمان په ملاتړ ترسره کېږي، او د رسنیو فعال عادل المصیلحي د سیالیو اجرایي مسؤلیت پر غاړه لري.
د پورټ سعید د قرآن کریم سیالۍ به تر د فرورۍ تر دوهمې نیټې پورې یعني (د سلواغې ۱۳ ) پورې دوام ولري، او ګډونوال به د حفظ، تلاوت او مداحئ په برخو کې له یو بل سره سیالي وکړي.
دا نړیوال قرآني پروګرام د پورټ سعید د والایت په بشپړ ملاتړ ترسره کېږي، او د سیالیو مسؤلین هڅه کوي دا سیالۍ په داسې بڼه ترسره کړي چې د قرآن کریم د خادمانو د ملاتړ په برخه کې د مصر نړیوال قرآني مقام ته په بشپړه توګه مناسب وي.
https://iqna.ir/fa/news/4331302