IQNA

داعش تکفیري ډلې د اسلام اباد په یوه جومات کې د ځان مرګې حملې مسوولیت پرغاړه واخیست

12:30 - February 07, 2026
د خبر لمبر: 3492414
ایکنانیوز – د پاکستان په اسلام اباد کې په یوه جومات کې د جمعې لمانځه د ادا کیدا په وخت د لمونځ ګوزارو په مینځ کې په ځان مرګي حملې کې کابو اویا لمونځ ګوزار شهیدان او کابو یو سل نوی نور  ټپیان شوي دي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی داعش تکفیری ترهګرې ډلې د پاکستان په اسلام اباد کښې په ترلائي سیمې کښې د  د اهل تشیّع په حضرت خدیجه سلام الله علیها جومات کښې د جمعې لمانځه دترسره کیدا په وخت دلمونځ ګوزارو په مینځ  کې د ترهګرې حملې مسؤلیت پرغاړه واخیست.

داعش وهابي تکفیری ترهګرې ډلې چې امریکا، اسرائیلو  ، اروپا او ځینو عربو هیوادونو خپلو سپيروموخو ته د رسیدا لپاره په ګډه جوړه کړې ده په ټیلیګرام اینټرنیټي پاڼې  کښې د یوې  اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د دغه ډلې کسانو پرون په اسلام اباد کښې د شیعه مسلمانانو په جومات کښې ځان وژونکي حمله کړې ده.

په دغې بوږنونکي ترهه ګرې حملې کې  کابو  اویا لمونځ ګوزار شهیدان او څه دپاسه یو سل نوي نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان ولسمشر ،لومړي وزیر اونورو لوړپوړو چارواکو ددغې وحشی ډوله حملې په غندلو سره وئيلي دي،  چې هیڅکله به په دغو وحشی ډوله  اقداماتو سره د ترهه ګرۍ په ضد خپل عملیات ونه دروي او د ترهه ګرۍ په ضد به خپلو عملیاتو ته هماغه راز دوام ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم د پاکستان له خلکو ، حکومت او د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت په ویلو سره له خدای پاک ج څخه  دغه جنایتکار اقدام د ژوبلو کسانو لپاره د زر ښه کیدا دعا وکړه.

هغه د ترهګرۍ او د تاوتریخجنو سرزورو اقداماتو په پریکنده توګه غندلو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په اصولي دریځ باندې ټینګار سره د ترهګرۍ له سپیرې ښکارندې سره مقابله او مخه نیول د سیمې د ټولو هیوادونو غږملتیا او ملګرتیا  او د هغوې له مالي ملاتړو ، حامیانو ، منظمونکو او ترسره کونکو سره د پرله پسې مبارزې کول ضروري وبلل.

یوشمیر اسلامي او عربي هیوادونو هم د پاکستان خلکو او حکومت ته د تسلیت په ویلو سره په اسلام اباد کښې د شیعه مسلمانانو په جومات کښې ترهګره حمله په کلکه وغندله.

داعش وهابي تکفیري ترهګره ډله د امریکا ، د اسرائیلو او د اروپايي هیوادونو پلی ځواک ګڼل کیږي او دغه ډلې په عراق ، سوریې، افغانستان او د نړۍ په ډیرو هیوادونو کښې د امریکا، د اسرائیلو او د بریتانیا د ګټو لپاره هر ډول کارونه ترسره کړي دي.

داعش وهابي تکفیري ډله د اسلام د بدنامیدا سبب شوې ده.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i170450

captcha