IQNA

په مکه کې د داخلي  او نړیوالو قرآني سیالیو د غوره کسانو درناوی

12:25 - February 11, 2026
د خبر لمبر: 3492438
ایکنا- د مکې د قرآن د حفظ خیریه ټولنې، د دغې ټولنې له هغو قرآن‌زده کوونکو څخه ستاینه وکړه چې د مصر په نړیوالو قرآني سیالیو او د مکې په قرآني سیالیو کې ئې لوړ  مقامونه خپل کړي وو.

ایکنا د «سبق» له قوله راپور  راکړی چې دا مراسم د اسید بشیر عبدالغفار الفتني (د ټول قرآن د حفظ په برخه کې لومړی مقام)، سلیمان بندر مشيب القحطاني (د شلو اجزاوو د حفظ په برخه کې لومړی مقام) او فراس بن احمد مليباري (د مصر د نړیوالو قرآني سیالیو د اوو قرائتونو په برخه کې پنځم مقام) د ستاینې لپاره جوړ شوي وو.

د مکې د قرآن د حفظ د خیریه ټولنې د اداري شورا مشر محمد مکي هدایة‌الله عبدالتواب ، وویل: دا بریاوې د دوامدارې روزنې، زده‌کړې او تعقیب پایله ده او د ټولنې د قرآني فعالیتونو د لوړ کیفیت ښکارندوي کوي.

همداراز، د دې ټولنې د اداري شورا مرستیال، معن بن هاشم حريري، وویل: دا پایلې د قرآن‌زده کوونکو د پرمختګ کچه څرګندوي، او ټولنه هڅه کوي چې مناسب تعلیمي چاپېریال برابر کړي او له بااستعداده او ممتازو کسانو دوامدار ملاتړ وکړي.

همدارنګه، د اداري شورا غړي عبدالله بن عمر قاضي ټینګار وکړ چې دا لاسته راوړنې د قرآني پروګرامونو د پراختیا او د تعلیمي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره یو پياوړی  هڅوونکی عامل دی.

په دغو مراسمو کې هغه ښوونکي او څارونکي هم ونازول شول چې د قرآن‌زده کوونکو د سیالیو لپاره په چمتو کولو او د هغوی په بریا کې یې مهم رول درلود.

https://iqna.ir/fa/news/4333309

captcha