IQNA

د مصر تر ټولو ستره قرآني پېښه وروستي پړاو ته رسېږي

14:38 - February 16, 2026
د خبر لمبر: 3492457
ایکنا – دمصر د قرآني وړتیاؤ موندونکی  ټيلویژني پروګرام  د « تلاوت محفل یا حکومت» وروستي پړاو ته نږدې شوی او د وروستۍ برخې د خپرېدو او د ګټونکو د اعلان نېټه ټاکل شوې ده.

 ایکنانیوز  د «مبتدا» له قوله  راپور راکړی، د روژې  دمبارکې میاشتې په درشل کې، د ښکلو قرآني غږونو مینه‌وال د « تلاوت محفل » نومې پروګرام د وروستۍ برخې په تمه دي. ټاکل شوې ده دا برخه د همدې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ یعني د سلواغې په ۲۸  نیټه ، په مصر کې د روژې دمبارکې  میاشتې د هلال له لیدلو سمدستي وروسته خپره شي.

د سیالۍ وروستی پړاؤ د هغو ځوانو او نويو قاریانو د هڅو د ستاینې لپاره یوه قرآني مېله بلل کېږي چې د مصر په سترې تلاوتي سیالۍ کې ئې ګډون کړی دی.

وروستی پړاو به د پنځو مصري قاریانو په ګډون ترسره شي چې د قاضیانو کمېټې او لیدونکو پام ئې ځان ته اړولی دی. په هغوی  کې : محمد احمد حسن، محمد القلاجي، محمد محمد کامل، احمد محمد علي او اشرف سیف شامل دي .

ټاکل شوې ده چې د اجرا پر بنسټ به یو تن د ترتیل په برخې کې او یو بل تن د تجوید په برخې کې د  سیالۍ په وروستۍ شپه د لومړي مقام ګټونکي اعلان شي.

د مصر د اوقافو وزارت او د سیالۍ منظمونکو کمېټیو د ګټونکو لپاره ارزښتناکې جایزې ټاکلې دي. د هرې برخې لومړی مقام به یو میلیون مصري پونډ ترلاسه کړي، او ټول قرآن به د هغه په غږ ثبت او د «مصر قرآن کریم» سپوږمکیز چینل  له لارې خپور شي.

همدارنګه ګټونکي به د قاهرې په امام حسین (ع) جومات کې د روژې د تراویحو لمنانځه امامت وکړي.

دوهم مقام به ۵۰۰ زره مصري پونډ او درېیم مقام به ۲۵۰ زره مصري پونډ  ترلاسه کړي. پر دې سربېره، د ۳۲ ګډونوالو له ډلې څخه د خلکو د خوښې وړ درې  غوره  کسانو ته هم ځانګړې جایزې ټاکل شوې دي.

د مصر مفتي، نظیر عیاد، به د پایزو مراسمو ځانګړی مېلمه وي. د دې پروګرام وروستۍ برخه به د «الناس»، «الحیاة»، د «مصر قرآن کریم» او «CBC» سپوږمکیزو ټیلوېژني چینلونو، د Watch It پلېټ فارم او د مصر د اوقافو وزارت د ټولنیزو رسنیو له رسمي پاڼو خپره شي.

https://iqna.ir/fa/news/4334367

captcha