
ایکنانیوز د «مبتدا» له قوله راپور راکړی، د روژې دمبارکې میاشتې په درشل کې، د ښکلو قرآني غږونو مینهوال د « تلاوت محفل » نومې پروګرام د وروستۍ برخې په تمه دي. ټاکل شوې ده دا برخه د همدې اوونۍ د سهشنبې په ورځ یعني د سلواغې په ۲۸ نیټه ، په مصر کې د روژې دمبارکې میاشتې د هلال له لیدلو سمدستي وروسته خپره شي.
د سیالۍ وروستی پړاؤ د هغو ځوانو او نويو قاریانو د هڅو د ستاینې لپاره یوه قرآني مېله بلل کېږي چې د مصر په سترې تلاوتي سیالۍ کې ئې ګډون کړی دی.
وروستی پړاو به د پنځو مصري قاریانو په ګډون ترسره شي چې د قاضیانو کمېټې او لیدونکو پام ئې ځان ته اړولی دی. په هغوی کې : محمد احمد حسن، محمد القلاجي، محمد محمد کامل، احمد محمد علي او اشرف سیف شامل دي .
ټاکل شوې ده چې د اجرا پر بنسټ به یو تن د ترتیل په برخې کې او یو بل تن د تجوید په برخې کې د سیالۍ په وروستۍ شپه د لومړي مقام ګټونکي اعلان شي.
د مصر د اوقافو وزارت او د سیالۍ منظمونکو کمېټیو د ګټونکو لپاره ارزښتناکې جایزې ټاکلې دي. د هرې برخې لومړی مقام به یو میلیون مصري پونډ ترلاسه کړي، او ټول قرآن به د هغه په غږ ثبت او د «مصر قرآن کریم» سپوږمکیز چینل له لارې خپور شي.
همدارنګه ګټونکي به د قاهرې په امام حسین (ع) جومات کې د روژې د تراویحو لمنانځه امامت وکړي.
دوهم مقام به ۵۰۰ زره مصري پونډ او درېیم مقام به ۲۵۰ زره مصري پونډ ترلاسه کړي. پر دې سربېره، د ۳۲ ګډونوالو له ډلې څخه د خلکو د خوښې وړ درې غوره کسانو ته هم ځانګړې جایزې ټاکل شوې دي.
د مصر مفتي، نظیر عیاد، به د پایزو مراسمو ځانګړی مېلمه وي. د دې پروګرام وروستۍ برخه به د «الناس»، «الحیاة»، د «مصر قرآن کریم» او «CBC» سپوږمکیزو ټیلوېژني چینلونو، د Watch It پلېټ فارم او د مصر د اوقافو وزارت د ټولنیزو رسنیو له رسمي پاڼو خپره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4334367