
ایکنانیوز د «سانا» له قوله راپور راکړی، د سورئې د اوقافو وزارت اړونده د قرآن کریم د خوشنویسانو ځانګړې څانګه د دمشق د کتاب په نړیوال نندارتون کې د سورئې د وګړو له پراخ هرکلي سره مخ ده. دا هرکلی د عربي خوشنویسۍ پر وړاندې د زیاتېدونکې مینې څرګندونه کوي، ځکه چې دا هنر د قرآن کریم د لېږدولو، او د عربي ژبې د ښکلا او هویت د ساتنې لپاره مهم ګڼل کېږي.
دغه فعالیت د سورئې د اوقافو وزارت د ژمنې یوه برخه ده چې له قرآن کریم سره اړیکه پیاوړې کړي، اصیل عربي او اسلامي میراث وستایي او د عربي ژبې هویت د خوشنویسۍ له لارې ـ چې د دې ژبې له مهمو فرهنګي څرګندونو څخه ده ـ خوندي وساتي.

ادهم الجعفري، چې د سوریې د اوقافو وزارت د قرآن د چاپ کمېټې غړی او د عربي خوشنویسۍ استاد دی، وویل چې د لیدونکو د غوښتنې پر بنسټ ژوندۍ کتابت (لیکدود) وړاندې کېږي. هغه زیاته کړه: د قرآن آیتونه په مستقیم ډول د عثماني رسمالخط له مخې لیکل کېږي، او د وزارت د سټال ځانګړې برخه لري چې پکې قرآنونه ارزول کېږي او حروف او اعرابګذاري د قرآن د رسمالخط د اصولو سره سم ترسره کېږي.
الجعفري څرګنده کړه چې کار یوازې په لیکلو محدود نه دی، بلکې د قرآن د متن د تصحیح پړاوونه هم پکې شامل دي، چې د دیني مؤسسو د استادانو او د هغوی د یو شمېر مرستیالانو په ګډون ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده چې د دمشق د کتاب نړیوال نندارتون د فرورۍ په ۵مه ( د سلواغې په ۱۶) پیل شوی او فرورئ تر ۱۶ (د سلواغي دمیاشتط ۲۷) پورې به دوام ولري. په دې نندارتون کې د ۳۵ هېوادونو کابو ۵۰۰ خپرندوي بنسټونه او فرهنګي مؤسسې ګډون لري.
https://iqna.ir/fa/news/4334355