
ایکنانیوز د «سند» خبري اژانس له قوله راپور راکړی، په نیواکي قدس کې روژه ساتل د اسلامي نړۍ له نورو ښارونو سره توپیر لري. دلته دغه مبارکه میاشت د اجازت، پلټونکو پوستو او د اخراج د حکمونو تر سیوري لاندې تېرېږي. د هغې ارامښت دمیاشتې له لیدو مخکې تښتول کېږي، حال دا چې د مسجدالاقصی خادمان د اندېښنو ډک زړونه او پوښتنې له ځان سره د دې سپېڅلي ځای په دروازو کې ولاړ وي: «ایا مونږ لمونځ کولی شو؟ ایا په دې میاشت کې اعتکاف ترسره کولی شو؟»
د قدس زاړه ښار په کوڅو کې، نفیسه خویص خپله روژه له هغه جوماته لیرې ماتوي چې پکې ئې ژوند تېر شوی؛ دا صحنه په دې سپېڅلي ښار کې د هویت او عبادت د مبارزې نښه ده.

میرمن نفیسه چې د «خادمانو مور» په نوم مشهوره ده، وائي هره ورځ د افطار یا روژماتي لپاره الاقصی جومات ته نږدې د «مجاهدین» په نامې سره سړک ته ځي، ځکه د صهیونیسټي رژیم په امر دې جومات ته له واریدیدا منع شوې ده. هغې ټینګار کړی چې جلاوطني د هغې روحي اړیکه له دې مقدس ځای سره نه ده پرې کړې.

میرمن خویص د روژې په مبارکې میاشت کې په مسجدالاقصی کې د مسلمانانو د شتون د زیاتوالي غوښتنه وکړه او وې ویل: «مسجدالاقصی باید تش پرې نښودل شي او نیواکګرو ته ونه سپارل شي. دا جومات زموږ هویت او ایمان دی.» هغې په دغه مقدس ځاي کې د صهیونیسټي پوځيانو شتون د دې لپاره وباله چې د لمونځ کوونکو لیکې تشې کړي.
له بلې خوا، د قدس د چارو څېړونکي، عبدالله معروف، خبرداری ورکړ چې راتلونکې روژه کېدای شي د نیواک له پیل راهیسې په الاقصی جومات او قدس ښار کې له تر ټولو ترینګلو پړاؤنو څخه وي.
معروف څرګنده کړې چې د صهیونیسټي رژیم د کورني امنیت وزیر ایتمار بن ګویر له لوري د روژې تر میاشتې مخکې، د خپل ملګري آوشالوم پلد د قدس د پولیسو د مشر په توګه ټاکل،دا څرګندوي چې په الاقصی جومات کې به امنیتي اقدامات زیات او تاوتریخوالی به هم لا پسې سخت شي.
هغه زیاته کړه چې د راتلونکې مرحله خطره د روژې میاشتې له یهودي اخترونو، په ځانګړې توګه د «پوریم» له مراسمو سره چې د میاشتې په مینځ کې وي، او همدارنګه د کوچني اختر د عبري مذهبي مراسمو سره د هممهاله کېدو له امله نوره هم زیاتېږي، ځکه دا ورځې د افراطي ډلو لپاره ځانګړی مذهبي اهمیت لري.
https://iqna.ir/fa/news/4334589