IQNA

رمضان المبارک میاشت؛ په مدینې کې د قرآن کمپلیکس د ډیجیټلي بدلون میاشت

7:28 - February 17, 2026
د خبر لمبر: 3492465
ایکنا – په مدینې منورې کې  ملک فهد  قرآن چاپ کمپلیکس اعلان کړی چې د روژې مبارکې میاشتې په ترڅ کې به په ډیجیټلي فعالیتونو کې پراخ شتون ولري او په دې برخې کې به ځانګړي پروګرامونه پلي کړي.

 ایکنانیوز د تواصل  له قوله راپور اکړی، دغه ټولګه به د ۱۴۴۷ هجري قمري د روژې په  مبارکې میاشت کې هره ورځ په دوو وختونو کې د حاجیانو او  زائرانو او پلاوو هرکلی کوي. دا کار د دې لپاره ترسره کېږي چې د قرآن کریم په خدمت کې د مجمعې نړیوال رسالت ته وده ورکړي او زائران د قرآن کریم د چاپ او خپرولو له بهیر سره، په بېلابېلو روایتونو او ژبو، بلد کړي.

په دغو لیدنو کې به لیدونکي د قرآن کریم د چاپ پړاوونو او د لوړو معیارونو سره سم د بیاکتنې او چاپ له دقت سره اشنا شي. همدارنګه به د قرآن کریم نسخې د دې مجمعې د نوښتونو په چوکاټ کې د خدای د کتاب د خپرولو او پالنې په موخه پر لیدونکو ووېشل شي.

د ډیجیټلي بدلون په لړ کې، مجمعې به خپل رسنیز او ډیجیټلي پلان د ټولنیزو چینلونو له لارې عملي کړي او د ‌ډول ډول تعلیمي او فکري محتوا په وړاندې کولو سره به د قرآني علومو په اړه د ټولنې د بېلابېلو پرګنو پوهاوی لوړ کړي او د تلاوت او تدبر له لارې به له قرآن سره اړیکه پیاوړې کړي.

په دې طرحې کې بېلابېل پروګرامونه او نوښتونه شامل دي، چې تر ټولو مهم ئې «آفاق یتدبرون» پروګرام دی؛ دا پروګرام د قرآن کریم د آیتونو په اړه د تفکر او ژور اند ته هڅوونکی فکري محتوا وړاندې کوي. همدارنګه د ۱۴۴۷ هجري قمري د رمضان مهالوېش چې د سعودي د ښارونو لپاره د روژې د سحري  او افطار وختونه پکې شامل دي، خپرېږي.

د مجمعې د خپرونو پېژندنه، چې پکې د قرآن نسخې او قرآني علومو کتابونه شامل دي، او د رمضاني ختمونو لړۍ تنظیمول، چې موخه ئې په دې مبارکې میاشت کې د قرآن ختم تعقیبول دي، د دغه مرکز نور پروګرامونه بلل شوي دي.

د مدینې د قرآن مجمع د رمضاني پلان په چوکاټ کې به دعاګانې خپرې شي، د مجمعې رسمي خپرونې او نړیوالو ژبو باندې ژباړل شوې نسخې به معرفي شي، د سمارټ موبایل اپلېکېشنونه به وړاندې شي، د نابیناؤ لپاره د بریل ځانګړي نوښتونه به عملي شي او د مجمعې له لوري خپاره شوي ډیجیټلي علمي کتابونه به هم وړاندې شي.

https://iqna.ir/fa/news/4334714

captcha